د حکمتیار پرانستى ليك د پاكستان پارلمان او سیاسی رهبرانو ته

د حکمتیار پرانستى ليك د پاكستان پارلمان او سیاسی رهبرانو ته

بسم اللَّٰه الرحمٰن الرحيم

د پاكستان پارلمان ته پرانستى ليك

د افغان مؤمن ولس په استازيتوب 

زما سلامونه، احترامات او نېكي هيلي ومنئ؛ د افغانستان او پاكستان تر منځ د ترينگلي جنگي وضعيت په اړه څو عرائض لرم: 

له اسلام آباد خطرناك خبرونه او بدپايلي گواښونه اورو؛ د مخامخ جنگ گواښونه؛ نه پوهېږو چي عقلمن او مؤمن پاكستانيان او د پارلمان غړي ولي ساكت دي او د داسي غير مسئولانه گواښونو مخنيوى نه كوي؟ ولي هغه څه كېږي چي هند ئې غواړي؟ ولي د (بي ال اې) او (ټي ټي پي) غچ له افغان ولس او افغان مهاجرينو اخيستل كېږي؟ د دوى عمليات خو هغه مهال پيل شوي چي د ناټو ځواكونه په افغانستان كي وو؛ امريكا هند ته اجازه وركړې وه چي د پاكستان مخالف وسله وال وروزي او وپالي.  


دوه مسلمان گاونډي هېوادونه د خطرناك جنگ په درشل كي دي، څو مليونه مهاجرين په زور، سپكاوي او اهانت سره ايستل كېږي او كورونه ئې په بلدوزرو ورانېږي، د ترحم، مروت او انساني اخلاقو خلاف؟! نه پوهېږو د پاكستان پارلمان ولي د دې حساس وضعيت په اړه واضح او قاطع دريځ نه لري؛ او د بدو پايلو مخنيوى نه كوي؟! يوه داسي سرلوړي ملت ته سپكاوى او پر هېواد ئې د بريد گواښونه كېږي چي د گاونډيو د غلطو سياستونو قرباني شوى، نيمه پېړۍ ئې په داسي خونړيو جگړو كي ويني توى شوي چي بهرنيو يرغلگرو پرې تحميل كړې، كلي او كورونه ئې وران شوي، هجرت ته اړ شوي او په لكونو شهيدان ئې وركړي، دا د شوروي ځواكونو او ورپسې امريكا او ناټو ظالمانه بريدونو پايلي دي.

شوروي ځواكونه يوازي د افغانستان د نيولو لپاره له مسكو نه وو راروان شوي، زموږ د هېواد پر نيولو ئې اكتفاء او بسنه نه كوله؛ بلكي د سرتېرو شعار ئې دا وو: د خپلو بوټونو بندونه به د كراچۍ په ساحل كي پرانيزو. كه په افغانستان كي د سره فوځ مخنيوى نه وى شوى؛ نو يقيناً چي همداسي به كېدل؛ پاكستان به نه يوازي د شوروي سره فوځ كوربه وو، بلكي د شوروي او هند له گډ بريد سره به مخ كېدو او پايله به ئې له شك پرته ډېره بده او نه جبرانېدونكې وه؛ د افغانانو جهاد او مقاومت د دې باعث شو چي پاكستان د مسكو او ډهلي له گډ بريد او تجزيې وژغورل شي؛ هر وطنپال او عقلمن پاكستانى دا حقيقت درك كوي او اعتراف پرې كوي.

زما هغه ورځي په ياد دي چي له عادي پاكستانيانو نيولې تر جمهور رئيس پوري به هر چا ويل: (جهاد افغانستان دفاع پاكستان)؛ ستاسو به هم هغه ورځي په ياد وي چي د وخت جمهور رئيس مرحوم ضياء الحق؛ د شوروي پلو او افغان جهاد مخالف گوندونو په ځواب كي وويل: "ځيني دا تبليغات كوي چي افغان مهاجرين په پاكستان كي د تل لپاره پاته كېدو اراده لري؛ په داسي حال كي چي افغانان وطنپال دي، د خپل هېواد د آزادۍ لپاره قرباني وركوي، په كومه ورځ چي خپل هېواد آزاد كړي؛ ټول به ستنېږي او كه احياناً او د ځينو د غلطي محاسبې مطابق پاته شي نو څه پروا كوي؛ مگر سل مليون پاكستانيان؛ درې مليون زحمتكش افغانان نه شي زغملى؛ زه هم له هند مهاجر شوى يم، زما په څېر په مليونونو نور هم مهاجرين دي".    

ولي ټول افغان ملت ته سپكاوى او د نمك حرام خطاب كېږي؟ افغانان د پاكستاني ولس دا احسان مني چي مهاجرينو ته ئې پناه وركړه، زموږ د اسلامي جهاد او د آزادۍ جنگ حمايت ئې وكړ؛ خو دا هغه څه دي چي پاكستان هم له اسلامي پلوه پرې مكلف وو، او هم ئې اصولاً او عقلاً بل بديل نه درلود؛ مهاجرين يا هغه دي چي د شوروي ځواكونو د يرغل له كبله پاكستان ته مهاجر شوي؛ هغه چي تر يو مليون دوه سوه زره زيات كورونه ئې د همدې گډ دښمن په لاس وران شوي او پاكستان ته په تگ مجبور شوي؛ هلته ئې په گرمو بېدياوو كي اړولي، د خټو كوټې ئې ځان ته جوړي كړې، خپل زلمي زامن ئې په سنگرونو كي پرېښي، چي يو شهيد شوى بل ئې لېږلى؛ خداى خبر كه د دوى قرباني او مقاومت نه وى نو له افغانستان وروسته به پاكستان له كوم برخليك سره مخامخ شوى وو! شوروي به پر پاكستان له غرب بريد كولو او هند له شرق؛ او د پاكستان دننه به روس پلو او هند پلو گوندونو همغه څه كول چي د دوى ملگرو په افغانستان كي وكړل؛ نه پوهېږم هغه چي نن افغانانو ته د نمك حرام خطاب كوي دا ئې په ياد ده كه نه چي دغو ډلو د پاكستان په ښارونو كي سره بيرغونه رپول او پاكستان ته د شوروي ځواكونو د راتلو لپاره نڅېدل؟؛ آيا دا ئې په ياد نه دي چي د هغه وخت جمهور رئيس به په وار وار ويل: موږ د افغان مجاهدينو د احسان مرهون يو چي شوروي ځواكونه ئې تم كړل؛ كه دوى او مقاومت ئې نه وى نو په پاكستان كي د شوروي مقابله گرانه وه؛ كه د افغانستان له لوړو غرونو او تنگو درو تېر شوي وى؛ نو د پاكستان په هوارو كي د هغوى مقابله او مخنيوى شبه محال وو؛ ولي نن له پاكستاني واكمنو همغه د 35 كلونو وړاندي د واقعيتونو مطابق ويناوي نه اورېدل كېږي؟ اوس په کال ۲۰۲۵ کي د پاكستان نفوس د هغه وخت په پرتله شاوخوا دوه نيم برابره زيات شوى (255 مليون) ته رسېدلى؛ ولي پرون د دغو مظلومو مهاجرينو په شتون زړه تنگى نه شو؛ نن ولي بې حوصلې شوي؟ ولي ئې هغه مخكينۍ ويناوي هېري شوې؟! ولي نن خپل محسن ته د نمك حرام خطاب كوي؟ او د دغو مظلومو مهاجرينو كورونه په بلدوزرو ورانوي؛ د لاس په تڼاكو او د بدن په خولو ئې دا كورونه جوړ كړي؛ خو نن ئې پاكستاني پوليس په زور او بې ساري سپكاوي او تحقير سره له خپل كور باسي او په بلدوزرو ئې ورانوي!! مگر هيڅ عقلمن پاكستانى به له دې انكار وكړي چي كه پاكستان په يوازيني اتمي اسلامي هېواد بدل شوى؛ نو دا د افغان جهاد له بركته وو؛ كه دا جهاد نه وى نو امريكا به هيڅكله پاكستان ته د اتمي بم جوړولو اجازه نه وه وركړې. 

كه مخكيني مهاجرين په پاكستان كي پاته شوي او كه د امريكا له لوري تپل شوي جنگ له امله نور مهاجرين پاكستان ته تللي؛ اسلام آباد ئې په مسئوليت كي شريك دئ؛ ځكه د افغانستان په اشغال كي ئې د امريكا بشپړه مرسته وكړه؛ د امريكا بريد هم د پاكستان د فضاء او زمكي له لاري وو او اكمالات ئې هم د پاكستان له لاري؛ جنرال پرويز مشرف څومره افغانان لاس تړلي امريكا ته وسپارل؟ كه د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته په افغانستان كي د افغان ولس د خوښي حكومت جوړ شوى وى او اسلام آباد د (كي جي بي) او (سي آى اې) د خوښي ائتلاف ملگرتيا او مرسته نه وى كړې؛ نو نه به مهاجرين تر ننه په پاكستان كي پاته شوي وو، نه به خبره د امريكا له لوري د افغانستان شل كلن اشغال ته رسېدله او نه به نن پاكستان او افغانستان د خونړي خپلمنځي جنگ په درشل كي وو.

د افغانستان روانه جگړه له هغه مهال پيل شوې چي مسكو د سردار داؤد په مشرۍ د شوروي پلو كمونست افسرانو په لاس كودتا وكړه، شاهي نظام نسكور شو او اقتدار د كمونستانو لاس ته ورغى؛ له دې سره سم په پاكستان كي د چاودنو لړۍ پيل شوه؛ هغه مهال په پاكستان كي د پيپلز پارټي حكومت وو؛ زه د داؤد حكومت تر تعقيب لاندي وم او د اعدام غيابي پرېكړه مي شوې وه، د حزب اسلامي گڼ شمېر غړي نيول شوي او ځيني په شهادت رسېدلي وو، ما ته ځينو افغان او پاكستاني وروڼو احوال ولېږو چي د دې ځاى حكومت حاضر دئ موږ ته پنا راكړي، هلته په داسي وخت كي تللى يم چي هره ورځ به مي د چاودنو غږونه اورېدل، د هغه مهال صوبه سرحد اعلى وزير حيات محمد شيرپاو ترور شو؛ قاتل ئې په كابل كي روزل شوى وو؛ په داسي ډلي پوري تړلى وو چي مشران ئې ټول كابل ته تللي او همدلته مېشت شوي وو او انتظار ئې دا وو چي د ببرك په څېر به په روسي جهازونو او ټانكونو كي اسلام آباد ته رسول كېږي. د داؤد له كودتا سره متصل ئې په پاكستان كي سرې جنډې رپولې، سرې ټوپۍ ئې پر سر د روسي ځواكونو راتلو ته نڅېدل، په خپلو شعرونو او شعارونو كي ئې هغوى ته د راتگ بلنه وركوله. 

هغه چي له تاريخي حقائقو خبر دي پوهېږي چي په پاكستان كي د چاودنو او ترورونو لړۍ له همغه وخت پيل شوې او دا سلسله هغه مهال متوقف شوه چي د افغان مهاجرينو لومړۍ جوپې پاكستان ته ورسېدې؛ مهاجرينو د پاكستان په امنيت كي مرسته كړې؛ نه دا چي د ناامنيو باعث شوي؛ د پاكستان ناامني يا د پاكستان د ځواكمنو رقيبانو د لاسوهنو له كبله ده يا د اسلام آباد د ناسمو سياستونو له كبله.

تاسو به حتماً خبر يئ چي ايران هم تر پاكستان زيات افغان مهاجرين وايستل؛ خو نن ئې د كابل له حكومت غوښتي چي دوه لكه (200000) افغانان د كارگرانو په نامه ايران ته واستوي؛ په دې ارتباط كابل سوړ او ساكت دئ خو تهران ډېره عجله او تلوار لري، د نه (9) مياشتنيو ويزو وركولو لړۍ ئې هم پيل كړې؛ عقلمن او د سيمي له حساس وضعيت باخبر وگړي ښه پوهېږي چي د دې تصميم تر شا څه دي؟!؛ د دې سيمي جنگي فضاء، ايران ته د امريكا او اسرائيل گواښونه، كابل ته د پاكستان د بريد اخطارونه؛ او ... د دې باعث شوي چي تهران له كندهار سره دا معامله وكړي؛ ډېر تحليلگران داسي انگېري چي دا د افغانستان او ايران له جنگي حالت سره تړاو لري.    

كه زړې خبري مو هېري شوې وي؛ آيا په ياد مو دي چي كله طالبان څلور كاله وړاندي كابل ته ننوتل؛ اسلام آباد ډېر خوښ وو؛ د مباركۍ مكرر پيغامونه ئې كابل ته مخابره كول، لوړ پوړي هيئتونه ئې لېږل، ځينو پاكستاني چارواكو ويل: دا د پاكستان لپاره يوه ستره بريا ده، دا موږ وو چي طالبان مو دوه ځلي كابل ته ورسول؛ ... څه وشول چي پروني دوستان په داسي دښمنانو بدل شول چي اوس پاكستاني جنگي جهازونه د كابل ارگ خوا ته پر ځينو اهدافو بمونه وروي؟! پاكستان وايي: دا بريدونه د ټي ټي پي پر پټنځايونو او د هغوى د مشر پر گاډي شوي؛ خو طالبان ئې نه مني او وايي: دلته د تيلو ټانكر چاودېدلى!! حقيقت له هيڅ هوښيار افغان او پاكستاني پټ نه دئ. په 9 ولايتونو كي د ډيورند كرښي په امتداد خونړۍ جگړي رامنځته شوې؛ په سلگونو مړي او ژوبل لري؛ او دا دئ د استانبول دوهم پړاو مذاكراتو په دوران كي د پاكستان دفاع وزير وايي: كه مذاكرات بې نتيجې وي نو موږ به له طالبانو سره مخامخ جگړه پيل كړو؟ او د همدې گواښونو په ځواب كي هند وايي: موږ به د طالبانو په څنگ كي وو!! د امريكا جمهور رئيس ټرمپ وايي: د افغانستان او پاكستان لانجه به ډېر ژر او په آسانۍ سره حل كړم؛ خو د ده پخوانى سفير كابل ته راځي، له لوړ پوړو چارواكو سره گوري او وايي: د پاكستان او افغانستان وروستيو نښتو د امارت اعتبار په نړۍ واله كچه لوړ كړ او وئې ښوده چي طالبان خپلواك او مستقل دي!! يعني چي طالبان ئې جنگ ته هڅول!! نو دى د چا استازى او وياند دئ؛ د امريكا كه د هند؟ د چا لپاره د جنگ پلوي او چا ته لابي كوي؟! 

ښه به وي په دې ارتباط د هغه مهال يوه پېښه ستاسو مخي ته كښېږدم چي سپيني ماڼۍ او كريملين توافق وكړ شوروي ځواكونه په پتمنه او باامنه توگه او پرته له دې چي د دوى پر قطارونو بريدونه وشي؛ له افغانستان ووځي، د نجيب حكومت پر خپل حال پاته شي، له هغه سره د مسكو مالي او نظامي مرستي دوام وكړي، پر مجاهدينو ټولي مرستي بندي شي، په كابل كي د مسكو او واشنگټن د خوښي ائتلافي جبهه او حكومت رامنځته شي، چي مسكو پلو كمونستان او امريكا پلو غربپال په كي راغونډ كړى شي، مأموريت ئې د شوروي اتحاد نيمگړى جنگ بشپړول، د افغانانو بې وسلې كول او په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى وي؛ ... اړوند توافق په سويس كي لاسليك شو؛ امريكا اعلان وكړ چي غواړي شوروي ځواكونه په پتمن ډول له افغانستان ووځي؛ پرته له دې چي د هغوى د وتلو په دوران كي پر قطارونو بريدونه وشي؛. موږ د دې توافق په ارتباط اعلان وكړ چي دا فقط د سپيني ماڼۍ او كريملين تر منځ توافق دئ؛ افغانان نه په كي حضور لري او نه ئې ژمنو او تعهداتو ته التزام لري، پر روسي ځواكونو به د مجاهدينو بريدونه تر هغه دوام كوي چي وروستى روسي سر تېرى له افغانستان ووځي؛ دا مهال د پاكستاني مقاماتو له لوري ما ته وويل شول چي د امريكا يو مهم افسر غواړي له تا سره وگوري، تاسو ته يو خاص او مهم پيغام لري؛ نه پوهېږو پيغام څه دئ؛ د ملاقات په دوران كي مي له هغه داسي څه اورېدلي چي حيران شوى يم؛ غواړم تاسو ته ئې نن ووايم؛ هغه ما ته د جمهور رئيس ريگن د دې پيغام رسولو لپاره د ملاقات غوښتنه كړې وه: "... جمهور رئيس تاسو ته خپل سلام او نېكي هيلي رسوي او وايي: پر روسي فوځونو ستاسو د بريدونو د دوام تصميم قدرونه او ملاتړ كوو..." حيران شوم چي جمهور رئيس ئې له گوربچوف سره دا تعهد كوي او د ټولي نړۍ په وړاندي ئې اعلانوي چي غواړي شوروي ځواكونه په پتمنه او باامنه توگه له افغانستان ووځي خو په پټه زما د دې پرېكړي قدرونه كوي چي پر شوروي ځواكونو به د مجاهدينو بريدونه تر هغه دوام كوي چي وروستى سرتېرى له پولي واوړي!! نن همغه مخكينۍ تجربه بيا تكرارېږي؛ د افغانستان او پاكستان تر منځ د جنگ په ارتباط په څرگنده يوه خبره او په پټه د هغې سل په سلو كي خلاف بله خبره!!  

د پاكستان وسله وال مخالفين نه طالبانو رامنځته كړي او نه كوم بل افغاني لوري، د شل كلن اشغال په دوران كي فعال شوي؛ كه هند كومي ډلي پاللي او روزلي؛ نو پړه ئې پر امريكا ده چي هند ته ئې د افغانستان له لاري د پاكستان خلاف د استخباراتي فعاليتونو اجازه وركړې وه؛ كه پاكستان په دې اړه له چا گيله كوي نو هغه بايد امريكا وي نه افغانان؛ پاكستان همدې ته په پام سره له امريكا ناراض شو او په 2004 كي ئې بېرته د طالبانو مرسته پيل كړه او تر 2021 پوري ئې جاري وساتله؛ د پاكستان د يوه مذهبي- سياسي جمعيت مشر؛ حكومت ته په خطاب كي وويل: "ولي مو 30000 پاكستاني زلميان (طالبان) افغانستان ته د جنگ لپاره ولېږل"؟ دا زلميان نه د شوروي خلاف د جنگ لپاره لېږل شوي وو او نه د امريكا خلاف؛ بلكي د داخلي جگړو او د افغاني طالبانو د ملتيا لپاره لېږل شوي وو؛ په زرگونو ئې د امريكا د بريد په پيل او د افغانستان په شمال كي؛ يا په ورول شوو بمونو او توغنديو ووژل شول او يا له نيول كېدو وروسته ووژل شول؛ او يو شمېر ئې له اوږدې مودې اسارت وروسته پاكستان ته وسپارل شول. 

هيله ده دغو حقائقو ته په پام سره؛ اسلام آباد د افغانستان په اړه داسي نوې، رغنده او دائمي سياسي تگلاره غوره كړي چي دواړه مسلمان گاونډي هېوادونه وتوانېږي خپلي لانجې په عادلانه او معقوله توگه او د تحمل او تدبر له مخي حل كړي، يو د بل په كورنيو چارو كي له مداخلاتو او د وسله والو مخالفينو له حمايت او ملاتړ پرته. 

گلبدین «حكمتيار» رهبرحزب اسلامی افغانستان

۶عقرب/لړم سال۱۴۰۴

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

برترین دسته ها

دیدگاه اخیر