د كابل ښاريانو كورونه په زور او د دوى له رضايت پرته مه ورانوئ لیکنه: انجینر گلبدین" حکمتیار"
د كابل ښاريانو كورونه په زور او د دوى له رضايت پرته مه ورانوئ
لیکنه: انجینر گلبدین" حکمتیار"
بریانیوز:(شنبه۲۶میزان/تله)په كابل ښار كي په ډېره ناسمه او عجولانه توگه د واټونو پراخولو او نويو سړكونو جوړولو هڅي رواني دي؛ كه ئې اعلان شوي پلانونه په دقت سره له نظر تېر كړئ نو وبه گورئ چي په ډېرو ناحيو كي به سلگونه كورونه په بشپړ ډول يا څو سلنه ورانېږي؛ دلته به تاسو د كابل پنځمي ناحيې د نويو سړكونو نقشه وگورئ چي پرې ليكل شوي: "تخريب صد ها خانه در ناحيه پنجم شهر كابل"؛ نه پوهېږو دا د كومو مهندسينو او ښاري چارو ماهرينو جوړ شوي پلانونه دي؟ هو؛ په كابل كي ازدحام او د نفوس تراكم په بې ساري توگه زيات شوى، واټونه، واړه او لوى سړكونه ئې؛ د اوسني نفوس او د دوى اړوند نقليه وسائطو لپاره قطعاً كفايت نه كوي، د تېرو 4-5 لسيزو په دوران كي د جگړو او ناامنيو له كبله ډېر افغانان له اطراف لويو ښارونو؛ په ځانگړي ډول پلازمېني كابل ته راكوز شوي؛ دلته چا د غره په ډډه كي، چا په خالي ځايونو كي، چا په پاركونو او عامه ملكيتونو كي كورونه جوړ كړي؛ نه زمكي د كوم دقيق ښاري پلان له مخي وېشل شوې او نه لوى سړكونه او د كوڅو واړه سړكونه د دقيقي نقشې او پلان له مخي جوړ شوي، د دولت پلوي زور واكان د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي؛ له خپل قوم، قبيلې او جنگياليو سره كابل او نورو نژدې نسبتاً امن ښارونو ته راكډه شوي او چي كوم ځاى په لاس ورغلى هملته دېره شوي او ځان ته ئې كورونه جوړ كړي؛ چا ته چي د زمكو د وېش اختيار په لاس ورغلى نو وزير اكبر خان مېنه، شيرپور او شهرنو خو پرېږده چي پر خپلو كليوالو، اشنايانو او پلويانو ئې وړيا وېشلي؛ بلكي د ارگ په څېر ځايونو له وېش ئې هم درېغ نه دئ كړى!! د كابل ښار لپاره چي څو لسيزي وړاندي د سړكونو او واټونو جوړولو كوم پلان تنظيم شوى وو؛ او د جگړو له كبله پلى نه شو؛ نن د كابل ښاروالي غواړي همغه پلان پلى كړي؛ او په دې سره هغه جدي ستونزه حل كړي چي د نفوس د درې برابره كېدو او د گاډو څلور- پنځه برابره زياتېدو له امله رامنځته شوې؛ طبيعي ده چي دې ته به ځيني خوښ وي؛ په ځانگړي ډول هغه چي په تنگو واټونو كي د بې ساري ازدحام او پر له پسې بندښتونو له كبله ځورېږي؛ خو د هغو د زړه له درد خبر نه دي چي كورونه ئې په داسي حال كي ورانېږي چي د اوسېدو لپاره بل كور او سرپنا نه لري، د كرايي كور له نيولو هم ځكه عاجز دي چي كرايې په بې ساري ډول لوړي شوې!! په دې اړه څو مشورې او عرائض لرم:
1- په كابل كي د پراخ تراكم او ازدحام ستونزه نه د واټونو په پراخولو او د نويو سړكونو جوړولو سره حل كېدى شي او نه په گڼ پوړيزو ماڼيو سره؛ دا دواړه طرحي ستونزي لا زياتوي، د كابل ښار ساحه تنگه ده او ظرفيت ئې ډېر كم او محدود؛ لا كلونه دمخه د موجود هستوگنو لپاره كافي نه وو؛ اوس خو قطعاً كفايت نه كوي؛ گڼ پوړېزي ماڼۍ د نفوس ازدحام او لا زيات تراكم رامنځته كوي، د زمكي لاندي اوبه ئې په ختمېدو دي، هوا ئې د كال ډېري برخي كي دومره كثيفه وي چي تر لاهور وروسته د نړۍ دوهم تر ټولو ډېر كثيف ښار گڼل كېږي؛ خو د ژمي په موسم كي بيا دومره خطرناكه او له دود او لوخړو ډكه چي په ټولي نړۍ كي ئې سيال نه موندل كېږي، د كابل له دريا د كال په ډېره برخه كي د گندونو ډنډ جوړ شي، د مستعمل او گنده اوبو د ايستلو امكانات ئې ضعيف او ناشونى؛ دلته بايد پنځه لسيزي وړاندي د نويو كورونو جوړولو لړۍ متوقف شوې وى، وزارتونه، نظامي تأسيسات او قطعات، هوايي ډگر، سفارتونه، لوى لوى هوټلونه، د ودونو هالونه او دې ته ورته دولتي او ملكي دفاتر ... بايد د كابل شاوخوا هوارو ساحو ته انتقال شوي وى؛ نوى كابل بايد جوړ شوى وى؛ په زاړه ښار كي هيڅ نوي تعمير ته بايد د جوړولو مجوز نه وركول كېدى. هغه مهال د څېړنو نتيجه دا وه چي نوى كابل بايد ده سبز او د شمال په لوري ئې تر بگرام پوري پراخي ساحې ته انتقال شي، هوايي ډگر؛ د سقاوې دشتي ته يا تر هغه هم وړاندي د لوگر دشتي ته ولېږدول شي.
د كابل ښار ستونزي يوازي غير معياري واټونه او سړكونه او د هستوگنو او گاډو ازدحام نه دي؛ بلكي تر دې ستره ستونزه ئې د كورونو غير معياري نقشې دي؛ د اكثرو كورونو خوني داسي جوړي شوې چي د كال په هيڅ موسم كي لمر نه لري؛ له صحي پلوه داسي كورونه قطعاً د اوسېدو وړ نه دي او د ډېرو بيماريو عامل گڼل كېږي. ډېرى كورونه له يوې خوا صحن او شنه ساحه نه لري او له بلي خوا داسي جوړ شوي چي نور كورونه پرې مُشْرِف دي؛ هر څه ئې ترې ليدل كېږي؛ نه ئې خوني خوندي دي او نه انگړ (غولى)؛ لږ داسي كورونه به ومومئ چي نور پرې مشرف نه وي، په داسي حال كي چي له شرعي پلوه هيڅوك حق نه لري خپل كور داسي جوړ كړي چي د بل كور خوني او صحن ترې ليدل كېدى شي؛ متضرر لورى حق لري محكمې ته مراجعه وكړي او قاضي مكلف دئ مدعى عليه ته امر وكړي چي ستونزه حل كړي؛ كه څه هم د ده د كور د هغي برخي په ړنگېدو منتج شي چي د مدعي كور ترې ليدل كېږي.
2- د اسلام له نظره بې موجبه او د كور د خاوند له رضايت او موافقې پرته د چا كور مصادره كول او ورانول؛ حرام او ممنوع دي؛ عادي ښاروال خو پرېږده ولسمشر او امير هم دا حق نه لري؛ عمر رضي الله عنه غوښتل مسجد الحرام پراخ كړي؛ خوا ته ئې د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما زمكه وه؛ له هغه ئې وغوښتل چي دا زمكه پرې وپلوري؛ هغه موافقه نه كوله، ورته وئې ويل: نو اوس بايد زما او ستا تر منځ قاضي پرېكړه وكړي؛ قاضي د ابن عباس په حق كي پرېكړه وكړه او وئې ويل: د ده له موافقې پرته دا كار نه شي كېدى؛ عمر رضي الله عنه له خپلي غوښتني په شا شو؛ دا ئې ونه ويل چي زه امير يم؛ د وروستۍ پرېكړي او فوق العاده فرمان حق لرم؛ وروسته ابن عباس رضي الله عنهما په خپله خوښه هغه زمكه وقف كړه.
3- اوس بايد د نويو سړكونو او واټونو د پراخولو لړۍ فوراً او په بشپړ ډول متوقف شي؛ لږ تر لږه د ژمي تر پاى ته رسېدو پوري او تر هغه چي دولت وتوانېږي هغو كورنيو ته د هستوگني معادل او مناسب كورونه مهيا كړي چي د دې پلان پلي كېدو په صورت كي د هغوى اوسني كورونه ورانېږي.
4- د هستوگنو له رضايت او موافقې او د معاوضې له وركړي پرته بايد د هيچا كور نه مصادره شي او نه وران؛ يوازي معاوضه هم كفايت نه كوي؛ لومړى بايد د مجدد اسكان مناسب ځاى ولري، هلته انتقال او ځاى پر ځاى شي؛ بيا ئې د مخكيني كور په اړه مناسبه پرېكړه وشي؛ د ورانولو پر ځاى بايد د رغولو لار غوره كړو؛ د نويو سړكونو جوړولو لپاره زاړه كورونه مه ورانوئ؛ بلكي نوي كورونه په نوي ځاى كي جوړ كړئ. د ټوپك او بلډوزر په زور او فوق العاده فرمانونو سره د خلكو كورونه ورانول د كمونستانو او مستبدينو كار كېدى شي؛ خو د يوه اسلامي او ولسي حكومت كار نه شي كېدى؛ په اسلام كي د يوې مرغۍ ځاله بې موجبه ورانول هم منع دي؛ نو د زرگونو مسلمانانو كورونه ورانول؛ هغه هم يا د ژمي په سختي يخنۍ كي يا د دوبي په تودوخي كي؛ د دې حكم به څه وي؟
ښايي ځيني دا استدلال وكړي چي دغو كورنيو ته معاوضه وركول كېږي؛ خو دې ته نه گوري چي دا معاوضه به له كوم مدرك او آدرس وركول كېږي؟ آيا دولت د دومره زيات شمېر كورونو د عادلانه معاوضې لپاره امكانات لري؟ ما د يوې ناحيې د يوه سړك چي طول ئې 1.4 كيلومتر (يعني 1400 متره) او عرض ئې 20 متره په پام كي نيول شوى؛ اړوند اعلان وليدلو؛ چي د ښاروالۍ د پلان مطابق به يوازي د همدې لنډ سړك لپاره؛ په سل گونو كورونه ورانېږي؛ د دې اعلان په ليدلو او لوستلو سره حيران شوم چي يوازي د دغي ناحيې د ټولو نويو سړكونو په جوړولو سره به څومره كورونه ورانېږي او د ټول كابل ښار د 22 ناحيو لپاره څومره؟ دولت به د دومره زيات شمېر كورونو د معاوضې مبالغ له كومي خزانې وركوي؟ داخلي مدارك خو د دې لپاره قطعاً كفايت نه كوي؛ اوس خو له اقتصادي پلوه په داسي وضعيت كي دئ چي د خپلو مأمورينو معاشات هم له خپلي خزانې په ډېر زحمت سره څه ناڅه پوره كولى شي؛ هغه هم داسي چي له لاسي كراچيو، ركشا، ټكسي، د لرگي غرفو، د ډاكټرانو له كتنځيو او لوحو ... بې درېغه ماليه او ټكس تر لاسه كوي؛ چي نه ورته هيڅ شرعي دليل او مجوز موندلى شو او نه عقلي توجيه. په داسي حال كي چي په اسلام كي يوازي زكات هغه ماليه ده چي حكومت ئې فقط له غنيانو او شتمنو د هغوى د عائداتو له مخي او د كال يو ځل اخيستى شي او لومړي او تر ټولو وړاندي مستحقين ئې فقيران او مسكينان دي؛ تر دولتي مأمورينو او د نظامي او امنيتي ځواكونو تر افرادو او افسرانو هم وړاندي؛ زكات او عشر به لومړى د هغي منطقې پر فقيرانو او مسكينانو لگول كېږي چي ترې راغونډ شوى؛ د هغوى د مالي او اقتصادي ستونزو له حلولو وروسته مركز ته انتقالېدى شي.
5- كه د كابل او نورو لويو ښارونو وضعيت نن داسي دئ چي د موجود هستوگنو لپاره ئې كفايت نه كوي، سړكونه او واټونه ئې د هغوى د گاډو تگ راتگ لپاره تنگ شوي؛ كه ټول نژدي لس ميليون مهاجرين هم د تېرو څو مياشتو په څېر په پراخه پيمانه راستانه كړى شي؛ په خپلو كليو كي ئي مخكيني كورونه ړنگ شوي؛ د كليو نفوس هم تر څو كاله وړاندي دومره زيات شوى چي دغه راستنېدونكې كورنۍ نه ځايولى شي او نه زغملى، دوى مجبور دي چي په لويو ښارونو كي مېشت شي؛ حكومت له دې پرته بل عملي او معقول بديل نه لري چي د ښارونو لمن په افقي توگه پراخه كړي؛ نه په عمودي ډول او د گڼ پوړيزو تعميرونو په جوړولو سره؛ هغه شتمن چي غواړي په تعميراتي برخو كي پانگوني وكړي؛ بايد دې ته چمتو او اړ كړى شي چي د لويو ښارونو په لمنو او هغو ساحو كي پانگونه وكړي چي د حكومت له لوري د همدې غرض لپاره ټاكل شوې؛ حكومت بايد هلته هم د پراخو واټونو او سړكونو انتظام وكړي او هم د اوبو، برېښنا، روغتون، ښوونځيو، جوماتونو، پاركونو، هوټلونو، بازارونو، ماركيټونو، د ضروري اجناسو د پېر پلور منډيي؛ د مستعمل او گنده اوبو ايستلو شبکه، او نورو ضروري تاسيساتو؛ بايد په ټولو زړو لويو ښارونو كي د نويو كورونو او گڼ پوړيزو تعميرونو جوړولو لړۍ متوقف شي؛ هلته كه د مخكيني شمېر هستوگنو لازمي او ضروري اړتياوو ته ځواب وويل شي؛ لوي كار به شوى وي؛ په هېڅ توگه او له هيڅ پلوه د نورو هستوگنو لپاره لازم ظرفيتونه نه لري.
د نوي ښار جوړېدو په ارتباط دا بايد په جدي توگه په پام كي ونيول شي چي له دې تجارتي مشغله جوړه نه شي او د مافيايي كړيو لاس ته ورنه شي؛ زمكي په عادلانه توگه او وړيا مستحقينو ته وركړى شي؛ نه دا چي دولت ئې په گرانه بيه وپلوري يا دولتي چارواكي له خپل اثر او رسوخ په استفادې سره هغه قبضه كړي؛ دا اوس داسي خبرونه خپاره شوي چي د نوي ښار جوړېدو په ساحه كي هره نمره تر پنځوس زره ډالره زيات پلورل كېږي او زورواكان ئې پېري، داسي نه لكه چي د امريكايي جمهوريت په دوران كي د شيرپور زمكي په فوق العاده فرمانونو سره ووېشل شوي يا په شاهي نظام كي د كابل او ځينو نورو مهمو ښارونو پراخي او سمسوري زمكي او كاريزونه محمد زايي سردارانو ته وركړى شوې؛ چېري چي نه شورى وي، نه د حكومت پر كړنو او تصرفاتو ناظر بنسټونه او نه قانون؛ تل به همداسي كېږي.
6- ټول خلك؛ نه يوازي هغه چي كورونه ئې د ورانېدو له برخليك سره مخ دي؛ بايد په گډه له مسئولو ادارو سره وگوري او په كلكه ترې وغواړي چي هغه پلان پلي نه كړي چي له مخي ئې د ډېرو نېستمنو او بې وسه افغانانو كورونه ورانېږي؛ په اسلام كي څومره چي ظلم كول حرام دي همدومره ظلم ته تسليمېدل او په وړاندي ئې سكوت حرام دئ.
6- كه د زاړه ښار د واټونو پراخولو پروژي طرح او لگښت له كوم بهرني آدرس وركول كېږي؛ نو بايد محتاط وو چي د دې تر شا به ښايي بد عزائم وي؛ نه بې غرضه مرسته او د خير اراده؛ ښايي غواړي د حكومت او ولس تر منځ فاصله او نفرت زيات كړي؛ او ولس له اسلام او د اسلام په نامه نظام متنفر كړي؛ كه داسي نه وي ولي د نوي ښار په جوړولو يا د مليونونو راستنېدونكو مهاجرينو لپاره د سرپنا جوړولو په ارتباط مرسته نه كوي؟ او كه دا پروژه د كوم بې تجربې او له لازم اهليت او استعداد محروم انجنير او طراح وړانديز وي؛ نو داسي وانگېرئ چي د كاذب او وړيا شهرت او شاباشي تر لاسه كولو لپاره ئې دې ته ملا تړلې؛ يقيناً چي د دې پروژې تر شا نه د درايت څرك ليدل كېږي او نه د ښه نيت نښه؛ كارونه هغو ته وسپارئ چي هم د اړوند كار تجربه ولري او هم په زړه كي پر ولس ترحم او له الله تعالى وېره. موږ به دا دعاء تكراروو: اللهم لا تسلط علينا بذنوبنا من لايخافك ولا يرحمنا: بارئ ربه! زموږ د گناهونو له امله هغه پر موږ مه مسلطوه چي له تا وېره نه لري او پر موږ زړه سوى او ترحم.
8- د نړۍ ډېر ښارونه له همداسي حالت سره مخ شوي چي كابل نن ورسره مخ دئ؛ په ټولو كي ستونزه داسي حل شوې چي زوړ ښار پر خپل حال پرېښودل شوى او خوا ته ئې نوى ښار جوړ شوى؛ په گاونډ كي مو نوى تهران او زوړ تهران، نوى اسلام آباد او زړه راولپنډي؛.... ښې بېلگي دي.
9- هغه مصارف چي د زاړه كابل د واټونو پر پراخولو او نويو سړكونو پر جوړولو كوو؛ ولي ئې د نوي او د وخت له غوښتنو سره سم؛ د پراخ، ښايسته او صفا كابل پر جوړولو نه كوو؟؛ زوړ د ځوانۍ په جامو نه ځوانېږي؛ بلكي بد رنگه پرې ښكاري؛ دا هم بايد په پام كي ولرو چي د بل كور په زور غصبول او ورانول هم حرام دي او هم ئې پايلي ډېري بدي.
10- سرلوړي، عزتمن او زړه ور افغانان بايد هيڅكله داسي نه وي چي په مهمو ملي مسائلو او په دوى پوري د اړوند پرېكړو، پلانونو او سياستونو په غوراوي كي نه وپوښتل شي، نه ئې مسلم حق ته درناوى وشي، نه ئې رأى ته ارزښت او اهميت وركړى شي؛ او له مشورې پرته پرېكړي پرې تحميل شي. الله تعالى فرمايي د مسلمانانو ټول كارونه په مشوره وي:
وَٱلَّذِينَ ٱسۡتَجَابُواْ لِرَبِّهِمۡ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَمۡرُهُمۡ شُورَىٰ بَيۡنَهُمۡ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ٣٨ الشورى
او هغه چي د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، لمونځ ئې قائم كړى او كار ئې په خپلو كي مشوره وي او له هغه څه انفاق كوي چي موږ ورروزي كړي.
په دې او ترې وړاندي او وروسته څو آيتونو كي د هغو ځاگړتياوي او مواصفات بيان شوي چي غوره او تلپاتي نعمتونه به ئې برخه كېږي؛ مواصفات ئې دا دي: 1- ايمان ئې راوړى وي، 2- پر خپل رب توكل كوي، 3- له كبيره گناهونو او فحش كارونو ډډه كوي، 4- كله چي غصه شي نو بخښنه كوي، 5- د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، 6- لمونځ ئې قائم كړى، 7- كارونه ئې په مشوره وي، 8- له هغه څه انفاق كوي چي الله تعالى ورروزي كړي، 9- كله چي تېرى پرې وشي غچ اخلي، خو د غچ اخيستلو په دوران كي دا په پام كي ساتي چي د بدو سزا بدو ته ورته وي، دومره ورسره كوي چي له دوى سره ئې كړي.
لكه چي گورئ دلته د مؤمنانو د صفتونو په ترڅ كي له لمانځه وروسته او تر انفاق وړاندي د مشورې يادونه شوې او ويل شوي چي د دوى كارونه په مشوره وي، دا ښيي چي په الهي دين كي د شورى اهميت څومره دئ، تر لمانځه وروسته او تر زكات وړاندي تر ټولو مهمه فريضه شورى درلودل او كارونه په مشوره تر سره كول دي. همدا راز دلته تر لمانځه او شورى وړاندي د دوى دا صفت راغلى: د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، دا ښيي چي شورى په هغو امورو كي ده چي پرېكړه ئې مؤمنانو ته پرېښودل شوې او په اړه ئې كوم صريح الهي حكم نه وي.
دلته د دوو هغو ناحيو د نويو سړكونو نقشې گورئ چي ښيي شمېر ئې څومره زيات دئ او څومره كورونه به ئې له كبله په بشپړه يا نسبي توگه ورانېږي: