پر افغانستان د مجدد بريد مكرر گواښونه
لیکنه: انجینرگلبدین حکمتیار، دحزب اسلامی افغانستان رهبر
(یکشنبه ۲۰میزان) گلبدین حکمتیار، د حزب اسلامی افغانستان مشر(یکشنبه دتلی د میاشتی۲۰) پخپل ایکس پانه د پاکستان د هوایی بریدونو په غبرگون کی لیکلی:" پاکستان اوامریکا د افغانستان په شل کلن اشغال کی همغږی ول، د دواړو تر منځ پراخه او عملي همكاري وه او اوس هم د دوى له اظهاراتو، تحركاتو او ليدنو كتنو معلومېږي چي تصميم او اقدام به ئې په گډه وي."
د پاكستان د پوځ له لوري پر كابل اود پکتیا پر برمل ولسوالۍ هوايي بريدونه او ورپسې دا گواښ چي كه:"مجبور شو افغانستان ته خپل ځواكونه لېږو"!! تر دې وړاندي په تېرو څو اونيو كي د دونالد ترامپ، د امريكا جمهور رئیس له لوري دا مكرر گواښونه چي:" دبگرام هوایی میدان حتماً غواړو، كه راونه سپارل شي افغانان به وگوري چي څه ورسره كوو".
يعني چي دوی غواړي د مخكي په څېر ئې په زور ونيسي، افغان ولس منتظر وو چي پوه شي د دې گواښونو او بريدونو په وړاندي به د امارت اسلامی او سياسي گوندونو او ټولنو گډ او روشان دريځ او تگلاره څه وي؟ څنگه به دا گواښونه ځوابوي؟ خو متأسفانه دوى ته له رسمي آدرس تر ننه په واضح توگه څه نه دي ويل شوي چي بريدونه د چا له لوري وو، چاودني وې كه له هوا بمونه او راكټونه ورېدلي، نتيجه ئې څه وه او مرگ ژوبله ئې څومره؟!
دا نه عادي پېښي دي او نه هسي د خولې اخطارونه، د دوو ځواكونو له لوري د بريد مكرر او جدي گواښونه دي، یو بین المللی ځواک او بل منطقه یی، د دواړو تر منځ د افغانستان په شل كلن اشغال كي پراخه او عملي همغږي او همكاري وه او اوس هم د دوى له اظهاراتو، تحركاتو او ليدنو كتنو معلومېږي چي تصميم او اقدام به ئې د افغانستان په مقابل کی په گډه وي، يو ئې هغه چي زموږ د هېواد فضاء ئې له 2001 تر ننه په واك كي ده، له بل هم اورېدل كېږي چي وايي:" د افغانستان فضاء زموږ په واك كي ده"!
يعني چي موږ عملاً د يوه بل تحميلي جنگ په درشل كي يو، دا ستره ملي قضيه ده، له هېواد، خپلواكي او ملي حاكميت دفاع د ټولو افغانانو وجيبه ده، بايد خپلمنځي اختلافات شا ته وغورځوو، پر يوه ټغر راټول شو او د ډاډمني دفاع لپاره ملي اجماع رامنځته كړو، د ملي اجماع په نه شتون كي به بيا له داسي نيابتي جگړي سره مخ شو چي مهار به ئې د پرديو په لاس كي وي او قربانيان به ئې افغانان. بايد خلكو ته وويل شي چي څه روان دي او د گواښونو په وړاندي څه كولو ته بايد چمتو شو؟
دا گواښونه له موږ د ټولو هغو افغانانو گډ، معقول او عملي تصميم ايجابوي چي متحد او خپلواك افغانستان ته ژمن دي او د هيچا تېرى نه مني، تر نن وړاندي ئې د يرغلگرو مقابله كړې او په راتلونكي كي د هر يرغلگر د مقابلې هوډ او همت لري.
نه په تشو غندنو څه تر لاسه كولى شو او نه په انفرادي پرېكړو، بايد ټول ملت له واقعيتونو خبر او په تصميم كي شريك كړو.
هغه څه چي بايد په كلكه ئې مخنيوى وكړو، دا دي چي پرېنږدو رقيب هېوادونه له افغانستان د خپلو مخامخ او نيابتي جگړو او رقابتونو ډگر جوړ كړي، هند له پاكستان سره، ايران له عربي هېوادو او امريكا سره او امريكا له چين او روسيې سره خپلي جگړي او سياسي او اقتصادي رقابتونه زموږ هېواد ته راانتقال كړي.
هغه چي پرون ئې له خپل ولس او هېواد سره دا خيانت كړى، د پرديو د گټو لپاره د خپل ولس خلاف جنگېدلي او نن ئې بيا راتلو ته منتظر دي، بلنه وركوي او دې ته كانديد چي د مخكي په څېر د بلي نيابتي جگړي كرايي جنگيالي شي، دوى بايد له نن وروسته د داسي څه ويلو او كولو هيڅ مجال او توان تر لاسه نه كړى شي.
افغان مسلمان ولس بايد خپل كورني او بهرني دوستان او دښمنان د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او معيارونو له مخي وټاكي، ماضي او تاريخي حقائقو موږ ته هم كورنى او بهرنى دوست راښودلى او هم دښمن، مطمئن يو چي افغان مؤمن او هوښيار ولس د دوست او دښمن په پېژندو كي نور اشتباه نه كوي، پرون ئې د دښمنانو توطئې شندې كړې او د استقلال او آزادۍ لپاره ئې بې دريغه قربانۍ وركړې، بيا به له خپل هېواد دفاع كوي.