‏آیا پر دوحه د اسرائيل بريد دامريكا په موافقه شوى؟

‏آیا پر دوحه د اسرائيل بريد دامريكا په موافقه شوى؟

‏آیا پر دوحه د اسرائيل بريد دامريكا په موافقه شوى؟

لیکنه: مهندس گلبدین حکمتیار دحزب اسلامی افغانستان امیر

(چهارشنبه۱۹ سنبله۱۴۰۱) مصادف(۱۰ سبتامبرسال ۲۰۲۵)

‏ بريد په پلازمېني دوحه کي د حماس پر دفتر شوى؛ له العديد امريكايي اډې 30 کيلومتر واټن لري، امريكا پر دې اډې ۱۳ ايراني توغندي هوا کي شنډ کړل، اسرائيلي الوتكي څنگه د امريكا له موافقې پرته د قطر فضاء ته ننوځي او پر دوحه توغندي وروي؟!

‏بريد پر هغه هيئت شوى چي له امريكا او اسرائيل سره په مذاكراتو بوخت دئ؛ د ټولو انساني ارزښتونو، مروت او شرافت خلاف، د پرېوتو، سپكو بدمعاشانو عمل، خو امريكا او سپيني ماڼۍ نه يوازي دا وحشيانه بريد ونه غندلو بلكي حمايت ئې كړ او ټرمپ وويل: زه ترې خبر وم خو د مخنيوي لپاره وخت نه وو ټرمپ په خپلي پاڼي کي لیکلي:"پرقطر چي زموږ لوى متحد او د سولي منځګړيتوب كوي؛ دا غير‌ضروري فوځي‌برید؛ نه د اسرائيل اهداف مخكي بيايي او نه د امریکا" د برید‌ځای په اړه ئې بد احساس درلود! "خو د حماس ختمول؛ چي د غزې خلکو له کړاوونو ئې ګټه اخیستې؛ یو مهم هدف دئ"! دا د څه غمازي كوي؟

‏نه امريكايي اډې د قطر خپلواكي، د فضايي حريم ساتنه، د بهرني يرغل مخنيوى تضمين كړى شو او نه ټرامپ ته د گران بيي الوتكي تحفه؛ آيا د عقل حکم دا نه ده چي عربي هېوادونه له امريكا سره اړيكو كي بيا كتنه وكړي؛ او په گډه د امريكا اډې له خپلو هېوادو وباسي، متحد شي او خپلواكي ترلاسه كړي كه دا د عرب ليګ 22 غړي هېوادونه متحد او يو هېواد ترې جوړ شي؛ همغسي چي تر تجزيې وړاندي وو؛ نو دومره ستر هېواد به وي چي هم به ئې مساحت تر امريكا زيات وي او هم نفوس؛ نفوس به ئې نژدې ۴۹۳ ميليون؛ او مساحت ئې شاوخوا ۱۳.۱۳ ميليون کيلو متر مربع؛ دواړه ئې د امريکا نژدې يو نيم برابر. له نظامي پلوه به داسي ځواك ترې جوړ شي چي د نړۍ هيڅ قدرت به ئې د مقابلې توان نه لري؛ وړې غزې د ټول غرب په وړاندي تر سختي محاصرې لاندي؛ دوه كاله مقاومت وكړ؛ يعني د غزې مجاهدين د هر دښمن لپاره كافي دي؛ تر دوى وړاندي افغانانو هم شوروي ته ماته وركړه او هم امريكا ته. خو آيا په اسلامي نړۍ او زعامت كي ئې دا وړتيا شته او دې ته چمتو دي چي د عزت او خپلواكۍ لار غوره كړي؟ له هغه شخصي، كورني او قومي امتيازاتو تېر شي چي د خپل ځان او ولس د عزت په بيه ئې تر لاسه كړي؛ هغه چي د هر شريف او مؤمن انسان له نظره امتياز نه بلكي سپكاوى او ذلت دئ؟!

‏اوس داسلامي هېوادو وضعيت داسي دئ چي پر ايران داسرائيل- امريكا د بريد په دوران كي د هغوى څو سوه جنگي جهازونه د اردن او عراق له فضاء تېرېدې، پرون پر دوحه بريد كي د اسرائيل جهازونه به د اردن او سعودي له فضاء تېري شوې وي! دومره هم نشي كولى چي د اروپا په څېر اتحاديه رامنځته كړي!! داسي چي گډ پارلمان، گډه كرنسي، واحد خارجي سياست، گډ دفاعي او امنيتي تړون ولري؛ دوست او دښمن د گډو ديني او ملي ارزښتونو له مخي وټاكي، پر هر اسلامي هېواد بريد پر خپل هېواد بريد وگڼي؛ د مزيد يو والي په لوري ورو ورو مخكي ولاړ شي؛ په دې سره به ئې هم عزت خوندي وي او هم اقتدار.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

برترین دسته ها

دیدگاه اخیر