آيا د نكاح د صحت لپاره اساسي شرط بلوغ (ځواني او پېغلتوب) دئ او كه د وړې نجلۍ نكاح هم جائزه ده؟

په نكاح كي د ايجاب او قبول شرط څه معنى لري؟ آيا دا شرط د وړو او نابالغو له نكاح سره تعارض نه لري؟ 

هغه څه ته چي موږ بلوغ وايو؛ قرآن دا حالت په كومه صيغه ياد كړى؟ آيا د قرآن په لارښوونو كي داسي څه شته چي د هر بالغ نكاح صحيح گڼي كه څه هم د عقل او درايت له پلوه دومره كمزورى وي چي نشي كولى يوه روغه كورنۍ جوړه او مديريت كړي؟

كه له جنسي پلوه د معذور نكاح شرعي اشكال لري نو له عقلي پلوه د معذور نكاح به څنگه صحيح وي؟

آيا د هر مالي او اجتماعي عقد او تړون د صحت لپاره د اړوند لوريو رضايت او موافقه اساسي شرط نه دئ؟ كه داسي وي نو بيا د ماشوم عقد څنگه جائز گڼلى شو؟   

د دې معنى څه ده چي قرآن د نكاح كوونكو نارينه وو لپاره د محصِنين او د نكاح كېدونكو مېرمنو لپاره د محصَنات صيغې غوره كړې او كارولې دي؟ 

دا هغه پوښتني دي چي دقيق ځوابونه ئې له موږ سره مرسته كوي د اسلام له نظره د نكاح په حقيقت پوه شو. 

د دوو انسانانو تر منځ د نكاح تړون دومره مهم او ارزښتناك دئ چي بل هيڅ تړون ورسره برابري نشي كولى؛ په دې سره كولى شو د يوې داسي رغنده او سليمي كورنۍ بنسټ كښېږدو چي د ستري انساني ټولني سلامتيا تضمين او تأمين كړي؛ كورنۍ د ستري انساني ټولني د ماڼۍ لومړنۍ اساسي خښته ده؛ كه ورانه او كږه كېښودل شوه د ټولي ماڼۍ د نسكورېدو سبب كېږي؛ اسلام د نكاح تړون ته په دومره درنه سترگه گوري او اهميت ورکوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: د شيطان له نظره تر ټولو غوره او مهم شيطاني كار دا دئ چي د دوو انسانانو تر منځ دغه تړون وشلېږي؛ دا موضوع د يوه مثال په ترڅ كي داسي انځوروي:

عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "إِنَّ إِبْلِيسَ يَضَعُ عَرْشَهُ عَلَى الْمَاءِ، ثُمَّ يَبْعَثُ سَرَايَاهُ، (وفي رواية: فَيَفْتِنُونَ النَّاسَ) فَأَدْنَاهُمْ مِنْهُ مَنْزِلَةً أَعْظَمُهُمْ فِتْنَةً، يَجِيءُ أَحَدُهُمْ، فَيَقُولُ: فَعَلْتُ كَذَا وَكَذَا، فَيَقُولُ: مَا صَنَعْتَ شَيْئًا، قَالَ: وَيَجِيءُ أَحَدُهُمْ، فَيَقُولُ: مَا تَرَكْتُهُ حَتَّى فَرَّقْتُ بَيْنَهُ وَبَيْنَ أَهْلِهِ، قَالَ: فَيُدْنِيهِ مِنْهُ وَيَقُولُ: نِعْمَ أَنْتَ أَنْتَ " مسند احمد

له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ابليس خپل تخت پر اوبو كښېږدي، بيا خپل ټولگي (په خلكو كي د فتنو خورولو لپاره) ولېږي، نو ده ته تر ټولو ډېر نژدې هغه وي چي تر ټولو ئې ستره فتنه رامنځته كړې وي، يو ورته راشي او ووايي: دا او دا كارونه مي وكړل؛ دى ووايي: هيڅ څه دي نه دي كړي؛ بيا ئې وفرمايل: او يو بل ئې راشي او ووايي: تر هغه مي پرېنښود چي د ده او مېرمني تر منځ مې بېلوالى راوست؛ وئې فرمايل: نو ځان ته ئې نژدې كړي (او په غېږ كي ئې ونيسي) او ووايي: همدا ته ډېر ښه يې؟

يعني؛ ابليس؛ د شيطانانو سالار ته؛ تر زنا، غلا، شراب او قمار او نورو سترو سترو گناهونو؛ هغه فتنه ډېره ارزښناكه او مهمه برېښي چي د يوې كورنۍ په شړېدو او ړنگېدو منتج شي او يوه مېرمن له خپل مېړه بېله كړى شي. دا ځكه چي روغه او سليمه كورنۍ روغه ټولنه رامنځته كوي او د كورنۍ شړېدا د ټولني په شړېدا منتج كېږي، كورنۍ د اولاد د روزني، تربيت او له فساد او فتنو د ساتني مصون او خوندي مدرسه او سنگر ده؛ په ورانېدا سره ئې ټولنه ورانېږي، هومره چي سالمه او روغه كورنۍ د طرفينو جنسي سلامتيا او وړتيا ته ضرورت لري؛ تر دې زيات او وړاندي عقلي، اخلاقي او معنوي روغتيا او وړتيا ته او د قرآن په اصطلاح رشد ته ضرورت لري.

اسلام نكاح ته د داسي تعهد او تړون په سترگه گوري چي د دوو انسانانو (نر او ښځي) تر منځ د يوه نوي گډ ژوند بنسټ ږدي، نوې كورنۍ رامنځته كوي، د نسل د دوام شرائط برابروي، اولاد ته د پالني او روزني مصون او خوندي چاپيريال او غېږ جوړوي، د انسان هغه جنسي اړتيا له قانوني، فطري او صفا لاري رفع كوي چي كه په قانوني او سمه توگه مهار نشي فتنې زېږوي، په دې نكاح سره دواړہ لوري په خپلو كي ژمنه كوي چي د ژوند په سفر كي به څنگ په څنگ وړاندي درومي، په ملگرتيا كي به ئې وفا، اخلاص، مينه او صداقت وي، د يوه غېږ به د بل لپاره داسي پناه ځى وي چي د جنسي انحراف په شمول ئې له ډېرو ناخوالو ساتي، اسلام په نكاح كي د جانبينو د توافق او صادقانه تعهد او ژمني تر څنگ دا هم ضروري گڼي چي نكاح د جانبينو د كورنيو او اولياءو په رضايت او توافق ترسره شي، موخه ئې د اولاد درلودل او د يوې نوې كورنۍ جوړول وي، د نكاح ژمنه او تړون قانوني او څرگند وي، نور هم پرې خبر شي، د دې لپاره ئې د وليمې په نامه محفل جوړول او خلك ورته رابلل غوره دود گڼلى او حتى د دريا وهلو اجازه ئې وركړې، او دا ټول د دې لپاره چي نور خلك هم له دې تړون او ژمني خبر شي، له دې څرگندي نكاح وروسته د ټولني هر غړى ئې درناوى وكړي او په دې اړہ قانوني پولي داسي مراعات كړي او له ړنگولو او تر پښو لاندي كولو ئې ډډہ وكړي لكه چي د نورو ملكيتونو په اړہ خپل او د بل حد مراعاتوي او له قانوني پولو اوښتل تېرى او تجاوز گڼي. اسلام وايي: نكاح به د اولاد درلودو په موخه وي نه د جنسي غريزې د اشباع په موخه؛ نكاح كوونكي به محصِنين او محصَنات (د نكاح تړون په محدوده كي پاته كېدونكي)، نه مسافحين او مسافحات (هوسپال). د همدې لپاره قرآن د نكاح كوونكو لپاره د محصِنين او د نكاح كېدونكو مېرمنو لپاره د محصَنات صيغه غوره كړې؛ دا صيغې له حصن اخيستل شوې؛ د حِصن معنى مضبوطه كلا ده؛ نو د محصِن معنى په مضبوطه كلا كي د خپلي كورنۍ ساتونكى او د محصَنات معنى په مضبوطي كلا كي ساتل شوې ده. يعنى نكاح ته د مضبوطي كلا په سترگه كتل شوي، په دې سره مېړه او مېرمن په يوه مضبوط او كلك تړون سره د يوه نوي او كلك كور بنسټ ږدي؛ هدف ئې د نسل دوام او د اولاد درلودل دي؛ تړون ئې نه سست دئ، نه لنډ او موقتي؛ او نه د جنسي غريزې موقته اشباع؛ د قرآن دا فقره په ډېر حكيمانه ډول همدا مطلب زموږ مخي ته ږدي چي فرمايي: 

وَمَن لَّمۡ يَسۡتَطِعۡ مِنكُمۡ طَوۡلًا أَن يَنكِحَ ٱلۡمُحۡصَنَٰتِ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُم مِّن فَتَيَٰتِكُمُ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتِۚ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِإِيمَٰنِكُمۚ بَعۡضُكُم مِّنۢ بَعۡضٖۚ فَٱنكِحُوهُنَّ بِإِذۡنِ أَهۡلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِ مُحۡصَنَٰتٍ غَيۡرَ مُسَٰفِحَٰتٖ وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخۡدَانٖۚ .... ٢٥   النساء

او ستاسو هغه څوك چي د شتمنۍ له پلوه هومره توان نه لري چي نكاح كېدونكې مؤمني مېرمني ځان ته په نكاح كړي نو بيا دي په خپل واك كي له باايمانه وينځو (څوك په نكاح كړي) او الله ستاسو په ايمان ښه پوه دئ، تاسو يو له بل يئ، نو د خپلو خاوندانو په اجازه ئې په نكاح كړئ او مهر ئې په ښه توگه وركړئ، د نكاح په حصار كي راتلونكې، نه زنا كوونكې او نه په پټه يار نيونكې،...

دلته د هغه چا په اړه ارشادات شوي چي له مالي لحاظه كمزورى دئ، نه د آزادي ښځي د مهر توان لري او نه ئې د خرڅ، خوراك او پوښاك؛ د دوى په اړه دا لارښووني شوې:

  • له با ايمانه وينځو دي څوك په نكاح كړي.
  • چي ظاهر ئې د مؤمني وي او مؤمن ئې خوښېږي، په همدې اكتفاء وكړئ، د زړه په كيفيت خو له الله تعالى پرته بل څوك نه پوهېږي.
  • دا د عار كار مه گڼئ، وينځه هم ستاسو په شان انسان ده.
  • د مالك په اجازه به ورسره نكاح كوئ.
  • د معمول مطابق مهر به ئې وركوئ.
  • دا به د نكاح په قيد كي د راتلو په موخه په نكاح كېږي.
  • نكاح به د جنسي غريزې د اشباع لپاره يو موقت او لنډ مهاله تړون نه وي. داسي نه چي د قانوني زنا بڼه غوره كړي.
  • دا به يو څرگند سپېڅلى تړون وي، نه د كوم پټ يار نيولو په څېر معامله.

بايد متوجه وو چي دلته څو الفاظ د خاصو مطالبو د بيان لپاره كارول شوي: 1- اجور د مَهر لپاره غوره شوې، په ټولو هغو آيتونو كي چي د نكاح په ارتباط د (اجور) صيغه كارول شوې په ټولو كي ئې معنى فقط او فقط مهر دئ نه بل څه؛ په ټولو شپږو آيتونو كي همدا صيغه د مهر په معنى راغلې؛ هغه چي د اجور صيغه له مهر پرته د موقتي نكاح د بدلې او معاوضې په معنى نيسي؛ هغوى د ډېر كركجن تحريف جسارت كوي. دا ځكه چي قرآن په همدې رابطه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي لارښوونه كوي:

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ إِنَّآ أَحۡلَلۡنَا لَكَ أَزۡوَٰجَكَ ٱلَّـٰتِيٓ ءَاتَيۡتَ أُجُورَهُنَّ ... 50   الأحزاب

اى پيغمبره! هغه مېرمني مو تا ته حلالي كړې چي اجور (مهرونه) دې وركړي. 

او د مؤمنانو په اړه ‌فرمايي: 

.... فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةٗۚ .... ٢٤   النساء

.... نو اجور (مهرونه) ئې د يوې فريضې په توگه وركړئ.

 2- په نكاح كېدونكې مېرمني د محصَنات په صيغه يادي شوې؛ او دا په بشپړ وضاحت او په پرېكنده توگه ښيي چي نكاح به ئې نه لنډه وي او نه سسته؛

3- په (غَيۡرَ مُسَٰفِحَٰتٖ) سره د دې مزيد وضاحت شوى چي دا نكاح به د جنسي غريزې د موقتي اشباع لپاره هم نه وي. 4- په (وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخۡدَانٖۚ) سره ويل شوي چي دا به د پټي يارانې په ډول هم نه وي. 

په نكاح كي دا شرائط يوازي د مېرمنو لپاره نه دي وضع شوي بلكي د نارينه وو په اړه هم وضع شوي؛ هلته چي قرآن فرمايي:  

ٱلۡيَوۡمَ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَٰتُۖ وَطَعَامُ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ حِلّٞ لَّكُمۡ وَطَعَامُكُمۡ حِلّٞ لَّهُمۡۖ وَٱلۡمُحۡصَنَٰتُ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ وَٱلۡمُحۡصَنَٰتُ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِكُمۡ إِذَآ ءَاتَيۡتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحۡصِنِينَ غَيۡرَ مُسَٰفِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِيٓ أَخۡدَانٖۗ .... ٥   المائدة

په آيت كي ويل شوي: (نن ټول پاكيزه شيان درته حلال كړى شوي او د اهل كتاب طعام تاسو ته حلال دئ او ستاسو طعام دوى ته حلال دئ او له مؤمنانو پاك لمني ښځي هم او له هغو خلكو پاك لمني ښځي هم درته حلالي دي چي له تاسو مخكي كتاب وركړى شوى، په دې شرط چي 1- مهر ئې وركړئ؛ 2- په داسي حال كي چي نكاح كوونكي به وئ 3- نه زنا كوونكي 4- او نه د پټي معشوقې او محبوبې نيوونكي.

په دې مبارك آيت كي حل او حرمت ته له يوه بل پلوه اشاره شوې او هغه دا چي دا د مؤمن د لاس دي او كه د غير مؤمن د لاس؛ په دې اړه څو لارښووني شوې:

  • نن ټول پاكيزه شيان درته حلال شول.
  • د اهل كتاب پاكيزه طعام هم درته حلال دئ.
  • ستاسو طعام دوى ته حلال دئ، تاسو ته دا اجازه دركړى شوې چي هغوى ته طعام وركړئ.
  • لكه څنگه چي د مسلمانو ښځو نكاح درته روا ده؛ د اهل كتاب د پاك لمنو هغو ښځو نكاح هم درته روا ده چي د نكاح په مضبوط تړون سره غواړي له تاسو سره گډه كورنۍ جوړه كړي؛ خو په څو شرطونو: 1- مهر ئې وركړئ. 2- په خپلي نكاح كي د دوى د ساتلو په موخه ئې په نكاح كړئ؛ نه د دې لپاره چي څو ورځي خپل جنسي اړتيا رفع كړئ او نه داسي چي دا نكاح مو پټي يارانې ته ورته وي. 3- دې ته مو پام وي چي دا نكاح تاسو كفر ته متمايل نه كړي، پام كوئ چي د اهل كتاب داسي ښځي په نكاح نه كړئ چي ستاسو ايمان ته تاوان رسوي او ستاسو آخرت تباه كوي.

ډېره ډېره عجيبه ده چي څوك په قرآن ايمان لري، دا څرگند آيتونه ئې هم ليدلي او لوستلي وي او په معنى ئې هم پوه شوي وي خو بيا هم د موقتي نكاح او د ماشوم د نكاح د جواز خبره كوي!! حيف د هغو پر حال چي دا غلطي خبري كوي او سل حيف د هغو پر حال چي دا د قرآن، عقل او انساني فطرت خلاف خبري مني!!

هو؛ مور او پلار پر خپل اولاد ډېر حقوق لري؛ خو د څو كارونو حق نه دئ وركړى شوى: 1- پلار او مور نه د خپل اولاد د وژلو حق لري، كه دا وژل ئې د لوږي او فقر له كبله وي او يا د فقر له احتمالي وېري وي؛ 2- نه ئې د پلورلو حق لري؛ 3- او نه په زور او له رضايت او موافقې پرته واده كولو؛ په ځوانۍ او پېغلتوب كي هم او تر دې وړاندي هم؛ كه د اولاد په ځوانۍ او پېغلتوب كي دا كار نه شي كولى نو په ماشومتوب كي خو ئې په اولى درجه د كولو حق نه لري.

د وړو ماشومانو نكاح هم د فطرت خلاف عمل دئ، هم د قرآن د څرگندي لارښووني خلاف چي رشد ئې د نكاح د صحت لپاره شرط گڼلى او هم د هغه هدف خلاف چي قرآن د نكاح لپاره ټاكلى؛ (چي د اولاد درلودل دي)، هم د هلك او نجلۍ په اړه جفا او ظلم دئ او هم د هغوى له ژوند سره لوبي. د خپلي خوښي خلاف او د زور نكاح بدي پايلي لري؛ كه په زور د هر چا او مخصوصاً د يتيم مال خوړل حرام وي؛ نو د ماشوم او په ځانگړې توگه د يتيم دا حق او اختيار ترې سلبول چي د خپلي خوښي د ټول ژوند همسفر انتخاب كړي؛ سل ځله د مال تر غصب؛ ستر جرم او ظلم دئ؛ قرآن په دې اړه فرمايي:

وَإِذَا طَلَّقۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغۡنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعۡضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحۡنَ أَزۡوَٰجَهُنَّ إِذَا تَرَٰضَوۡاْ بَيۡنَهُم بِٱلۡمَعۡرُوفِۗ ذَٰلِكَ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ مِنكُمۡ يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۗ ذَٰلِكُمۡ أَزۡكَىٰ لَكُمۡ وَأَطۡهَرُۚ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ وَأَنتُمۡ لَا تَعۡلَمُونَ٢٣٢   البقرة

او كله چي مو مېرمنو ته طلاق وركړ او دوى د خپل عدت پاى ته ورسېدې؛ نو دوى له دې مه راگرځوئ چي د خپلي خوښي مېړه سره نكاح وكړي؛ كه په ښه توگه په خپلو كي سره راضي شوي وي؛ په دې سره ستاسو هغه چا ته پند وركول كېږي چي په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ دا درته غوره او د تزكيې او پاكۍ سبب ده او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

يعني طلاقي شوې ښځي د خپلي خوښي له مېړه سره له نكاح مه منع كوئ؛ كه دا د دې پخوانى مېړه وي او كه نوى؛ نه ئې د كورنۍ غړي بايد دا كار وكړي او نه ئې پخوانى مېړه؛ په ټولني كي د اخلاقي مفاسدو د مخنيوي لپاره همدا طريقه تر ټولو غوره ده چي پرېږدئ دا كونډي د خپلي خوښي له مېړه سره نكاح وكړي؛ دا كار د الله په دين كي هم (ازكى) دئ هم (اطهر): هم غوره دئ او هم له اخلاقي پلوه د تزكيې او پاكيزگۍ سبب؛ په زور نكاح كول او د خپلي خوښي له خاوند سره د دوى له نكاح مخنيوى؛ هم پر الله تعالى او د آخرت په ورځي د ايمان منافي عمل دئ او هم په ټولني كي د فتنو او اخلاقي مفاسدو باعث او عامل.

اسلام له يوې خوا د كونډي اولياءو ته ويلي چي هغه د خپلي خوښي له خاوند سره له نكاح مه منع كوئ؛ خو له بلي خوا ئې ښځه په دې مكلفه كړې چي د نكاح په اړه د خپل ولي رضايت په پام كي ولري؛ دا د دې لپاره چي نكاح د كورنيو تر منځ د نژدې والي سبب شي نه د دښمنۍ او نفرت سبب.

په دې اړه دوه اساسي خبري بايد په پام كي ولرو:

  • د ښځي اولياء بايد خپله خوښه پر هغې تحميل نه كړي؛ له بې ځايه ځورولو او تنگولو ئې ډډه وكړي؛ هغه دي پرېږدي چي د خپلي خوښي له كس سره نكاح وكړي؛ دا هم په خداى او آخرت د ايمان غوښتنه او تقاضى ښودل شوې او هم له اخلاقي فساد د مخنيوي ذريعه.
  • ښځه بايد په پټه او د اولياءو په غياب كي دا كار ونكړي؛ له دې فتنې راولاړېږي؛ د كورنيو تر منځ كركه او نفرت راپيدا كوي.

لاندي روايات دغه قضيه توضيح كوي:

عَنْ قَتَادَةَ عن الْحَسَنِ أَنَّ مَعْقِلَ بْنَ يَسَارٍ كَانَتْ أُخْتُهُ تَحْتَ رَجُلٍ فَطَلَّقَهَا ثُمَّ خَلَّى عَنْهَا حَتَّى انْقَضَتْ عِدَّتُهَا ثُمَّ خَطَبَهَا فَحَمِيَ مَعْقِلٌ مِنْ ذَلِكَ أَنَفًا فَقَالَ خَلَّى عَنْهَا وَهُوَ يَقْدِرُ عَلَيْهَا ثُمَّ يَخْطُبُهَا فَحَالَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ { وَإِذَا طَلَّقْتُمْ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ } إِلَى آخِرِ الْآيَةِ؛ فَدَعَاهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَرَأَ عَلَيْهِ فَتَرَكَ الْحَمِيَّةَ وَاسْتَقَادَ لِأَمْرِ اللَّهِ. رواه البخاري 

قتاده له حسن روايت كوي چي د معقل بن يسار خور د يوه سړي په نكاح كي وه، هغه طلاق وركړ، بيا ترې بېل شو تر هغه چي عدت ئې تېر شو، (خو په خپل كار پښېمانه شو)؛ د بيا نكاح پيغام ئې ورولېږو، (دا هم راضي شوه)؛ خو معقل ته ننگ ورغى او وئې ويل: له هغې ئې لاس واخيست په داسي حال كي چي پرې برلاسى وو؛ اوس ئې بيا پيغام ورلېږلى؛ نو د دوى دواړو تر منځ خنډ او حائل شو؛ بيا په همدې ارتباط الله تعالى دا آيت نازل كړ: كله چي ښځو ته طلاق وركړئ او هغوى د عدت بشپړوالي نېټې ته ورسېږي؛ نو له دې ئې په زور مه راستنوئ چي له خپلو مخكينيو خاوندانو سره نكاح وكړي... نو رسول الله صلى الله عليه و سلم دا آيت ورته ووايو؛ په همدې سره هغه بې ځايه ننگ او حميت پرېښود او د الله امر ته ئې غاړه كښېښوده.

په دې خبري د هغه چا اعتراض ډېر بې بنسټه او غلط دئ چي وايي په نكاح كي د مور او پلار، ولي او پالونكي موافقه د ښځي د بشري حقوقو خلاف شرط دئ!! هغوي نه پوهېږي چي دا موافقه څومره اهميت لري او له عدم مراعات ئې څومره ستونزي راولاړېږي. هومره چي مور او پلار د خپلي لور مستقبل په پام كي ساتي او د خپلو تجربو له مخي هغې ته سمه لار ښودلى شي او ښه مشوره وركولى شي، په خپله دا ئې نه شي كولى؛ دا خو نه د مور پلار په اندازه تجربه لري او نه معرفت، ډېر ځله داسي واقع كېږي چي هغه د جذباتو او احساساتو له مخي فيصله وكړي، د چا حسن، لباس او ظاهري وضع ئې تر اغېز لاندي راولي، جذباتي فيصلې ته ئې وهڅوي، خو مور پلار ئې ډېرو نورو اړخونو ته هم توجه كوي او د خپلي لور مستقبل او ښه ژوند په پام كي نيسي. 

په داسي حال كي چي اسلام د ښځي موافقه د نكاح لپاره اساسي شرط گڼلى، نو د داسي بې بنسټه اعتراض لپاره څه مجال پاته كېږي. دا جنابان دې ته تيار نه دي چي كومه وزه او سيرلۍ ئې د بل له سيرلي سره په خپل سر ولاړه شي؛ بل ته څنگه وايي چي ستا لور كولى شي له هغه چا سره په خپل سر او ستا له خبرولو پرته ولاړه شي چي ته ئې ورته مناسب نه گڼې!! ولي دې موضوع ته له دې اړخ نه گورو چي مور او پلار هم او زوى او لور ئې هم؛ بايد د مشورې، تفاهم، اقناع او استدلال لار غوره كړي؛ نه د زور او گواښ لار. په هر صورت كي به د وروستۍ پرېكړي اختيار زوى او لور ته وركول كېږي. 

د عائشې رضي الله عنها د ازدواج په اړه د فتنې باعث روايت

د موضوعي، جعلي، غيرمؤثق، د سند له پلوه غريب او ضعيف او د متن له پلوه د قرآن خلاف رواياتو آفت او فتنه؛ هغه ستره الميه او مصيبت وو چي اسلام او امت ته ئې بې ساري ستونزي زېږولې او په تېرو 14 پېړيو كي د اسلام دښمنانو له هغه ډېره پراخه تبليغاتي استفاده كړې؛ دې رواياتو هم د اسلام عقيدوي حريم او اصول تر گوزارونو لاندي نيولي، توحيد او شرك؛ خداى پالنه او شخص لمانځنه، په عبادت، دعاء او استعانت كي د الله تعالى لپاره شريك او ځاى ناستي ټاكل، الله تعالى ته مختص صفات پير او مرشد ته منسوبول او الله تعالى په انساني صفاتو ستايل؛ همدې جعلي رواياتو رامنځته كړې؛ په معاملاتو او اجتماعي چارو كي ربا (سود) ته جواز موندل، د وړو نجونو نكاح جائز گڼل، د زور حكومتونو ته مشروعيت وركول، د مستبدو حكامو اطاعت فرض گڼل، له شورى او له ولس سره له مشورې ئې لوړ او معاف ښودل، په بيت المال كي د هر خپلسري تصرف واك وركول او مخالفت ته ئې د بغاوت په سترگه كتل، ... دا ټول انحرافات له همدغو جعلي او موضوعي رواياتو زېږېدلي. الله تعالى دي زړه سواندو محدثينو ته ډېر ډېر اجرونه وركړي چي په ډېر جرأت او بشپړ انهماك سره ئې په لكونو روايات وچڼل او تر ډېره حده ئې موضوعي او له ځانه جوړ شوي روايات تشخيص او حذف كړل، كه دوى دا كار نه وى كړى خداى خبر چي امت به له څومره لانجو سره مخامخ شوى وو؛ الحمد لله چي د قرآن په څېر داسي د حق پېژندو دقيق او كامل معيار په واك كي لرو چي په بشپړ امانت سره له رسول الله صلى الله عليه و سلم او د صحابه وو په بشپړي اجماع سره موږ ته رارسېدلى؛ داسي چي كولى شو په رڼا كي ئې صحيح روايت له ضعيف او ناسم تفكيك كړو. راشئ په دغي موضوع لږ بحث ولرو او وگورو چي په دغسي ضعيفو رواياتو كي د ماشومانو او نابالغو د نكاح په اړه څه راغلي؟ دا مو وڅېړله چي قرآن په دې اړه څه ويلي؟ اوس وگورو چي په رواياتو كي څه ويل شوي؟ حقيقت څه دئ؟ عقل او علم څه وايي؟ 

لومړۍ پوښتنه دا ده: آيا په قرآن كي د نكاح د مناسب وخت؛ او د نكاح د دواړو لوريو د عمر په اړه څه ويل شوي؟ آيا د نكاح د موخي او هدف په ارتباط په قرآن كي داسي لارښووني مومو چي بايد په پام كي ونيول شي؟ آيا قرآن د نكاح د صحت لپاره د طرفينو عمر، ځواني او پېغلتوب ته رسېدا شرط گڼلى كه رشد، د عقل پوخوالى او درايت؟ 

د دغو پوښتنو مختصر او مجمل ځواب دا دئ: هو؛ قرآن د دغو ټولو پوښتنو دقيق او واضح ځواب ويلى. دې آيت ته ځير شئ:

وَابْتَلُوا الْيَتَامَى حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ... 6  النساء

او تر هغه يتيمان وآزمويئ چي د نكاح (پړاو) ته ورسېږي؛ نو كه د دوى هوښياري مو احساس كړه؛ نو مالونه ئې وروسپارئ؛...

په دې لارښود آيت سره د يتيم هغو اولياءو او پالونكو ته څو لارښووني شوې چي د يتيمانو كفالت كوي او مال ئې ورته ساتي:

  • د يتيمانو د روزني په دوران كي دوى پر له پسې امتحانوئ؛ كله يو كار ورته وسپارئ او كله بل؛ د وړو وړو شيانو په پېر پلور ئې وگمارئ؛ په دې سره به د هغوى ښه روزنه وشي؛ د نكاح پړاو ته له رسېدو وروسته به د خپل مال د ښه پاللو لپاره ذهناً او عملاً تيار او كافي تجربه به ئې ترلاسه كړې وي.
  • دا كار به تر هغه كوئ چي يتيمان تر نكاح پوري ورسېږي، دا نه دي ويل شوي چي تر ځوانۍ يا پېغلتوب پوري ورسېږي؛ قرآن ځوانۍ ته رسېدا په دې صيغه يادوي: (وَإِذَا بَلَغَ الأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ: او كله چي ستاسو ماشومان ځوانۍ ته ورسېږي)؛ پر دې هم اكتفاء نه كوي بلكي د نكاح پړاو ته د رسېدو مزيد وضاحت كوي او فرمايي: (فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ: نو كه په دوى كي مو د عقل او درايت پوخوالى احساس كړ؛ نو مالونه ئې وروسپارئ)؛ د آيت له الفاظو معلومېږي چي (فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا) د نكاح پړاو ته د رسېدو نښه ده؛ يعني هغه مهال ماشوم كه يتيم وي او كه نه؛ د نكاح وړتيا تر لاسه كړې چي د هغه په افكارو او كړنو كي د رشد او عقلي پوخوالي نښي وليدل شي؛ د يتيم اولياء به دا په پام كي نيسي چي آيا هغه د رشد او درايت له پلوه دا وړتيا تر لاسه كړې چي موفقه او سليمه كورنۍ جوړه كړي او د سم پاللو له عهدې ئې ووځي؟ آيا هغه د دې وړتيا لري چي مال ئې وروسپاري او كه نه؛ يوازي بلوغ معيار ونه گڼي؛ بلكي د بلوغ تر څنگ د ده هوښيارتيا هم په پام كي ولري. دلته رشد او درايت د نكاح د صحت او د طرفينو د وړتيا د يوه شرط په توگه معرفي شوى.   

له دې آيت په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي نكاح يوه خاصه مرحله او وخت لري؛ دا وخت يوازي بلوغ (ځواني او پېغلتوب) نه دئ؛ بلكي د نكاح وړتيا؛ د كورنۍ جوړولو استعداد او توانمني؛ او د قرآن په اصطلاح رشد؛ شرط دئ. د قرآن دا وينا (...حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ: تر هغه چي د نكاح (پړاو) ته ورسېږي؛ نو كه په دوى كي مو درايت او هوښياري احساس كړه؛ مالونه ئې وروسپارئ...)؛ دلته د (بَلَغُوا النِّكَاحَ) فقره له (آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا) سره داسي تړل شوې چي ښيي (آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا) د (بَلَغُوا النِّكَاحَ) نښه، پايله او نتيجه ده؛ ځكه دواړه فقرې په (فَإِنْ: نو كه) سره وصل شوې او په گډه خاص مطلب بيانوي؛ او هغه دا چي د نكاح د صحت او جواز شرط دا دئ چي د نكاح كوونكي او نكاح كېدونكې په تصرفاتو، ويناوو او پرېكړو كي د هغوى ولي او پالونكى دومره رشد، درايت، پوهه او پوخوالي احساس كړي چي كولى شي په گډه يوه بريالۍ او موفقه كورنۍ جوړه كړي. 

آيا د حيرانتيا خبره نه ده چي د دې څرگندي قرآني لارښووني سره سره؛ څوك د ماشومانو نكاح جائز گڼي؛ هغه هم د داسي روايت په مټ چي د سند له پلوه غريب دئ او د متن له پلوه نه يوازي په ټول قرآن كي هيڅ شاهد ورته نه مومو بلكي د قرآن له وينا سره جدي او څرگند تعارض لري؟! او له هغو رواياتو سره هم تعارض لري چي وايي: د كونډي او پېغلي د نكاح صحت د هغوى په رضايت او موافقې پوري مشروط دئ؛ دلته ئې دوه بېلگي ستاسو مخي ته ږدم: 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَا تُنْكَحُ الْأَيِّمُ حَتَّى تُسْتَأْمَرَ، وَلَا تُنْكَحُ الْبِكْرُ حَتَّى تُسْتَأْذَنَ» ، قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَكَيْفَ إِذْنُهَا؟ قَالَ: «أَنْ تَسْكُتَ»  مسند احمد

ابو هريره له رسول الله صلى الله عليه و سلم روايت كوي چي وئې فرمايل: كونډي تر هغه په نكاح نشي وركول كېدى چي مشوره ورسره وشي او پېغلي تر هغه په نكاح نشي وركول كېدى چي اجازه ترې وغوښتل شي (موافقه وكړي)؛ وويل شول: يا رسول الله! او اجازه ئې څنگه ده؟ وئې فرمايل: دا چي ساكته پاته شي. 

دا روايت په ټولو دغو كتابونو كي راغلى: مسند احمد، صحيح مسلم، سنن الترمذى، صحيح ابن حبان، سنن الدارمي، سنن الكبرى للبيهقي, سنن النسائي او ... ځينو نورو كي هم.

د دې روايت معنى دا ده چي د پېغلي او كونډي له رضايت او إذن پرته نكاح؛ جائز او مشروع نه ده. كه هغه خپل عدم موافقت په ژبه، د ټنډي تريوولو، د سر او گوتي په خوځولو سره او په بلي هري بڼي څرگند كړي؛ نكاح ئې باطله ده؛ سكوت او مخالفت نه كول د رضايت نښه گڼل كېږي؛ مشروط په دې چي دا نه د وېري له امله وي او نه د شرم له امله؛ بايد داسي شرائط رامنځته نه شي چي نجلۍ له زړه راضي نه وي خو د دغو عواملو په سبب د خپل زړه خبره نه شي كولى. 

عَنِ ابْن عَبَّاس، أَنَّ جَارِيَةً بِكْرًا أَتَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَتْ أَنَّ أَبَاهَا زَوَّجَهَا وَهِيَ كَارِهَةٌ، فَخَيَّرَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. مسند احمد، سنن ابي داؤد، شرح السنة للبغوي، مسند ابي يعلى الموصلي، سنن دار قطنى،...  

له ابن عباس روايت دئ چي (يوه پېغله نجلۍ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغله او دا يادونه ئې وكړه چي پلار ئې په داسي حال كي واده كړې چي دې كركه درلوده؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم دې ته اختيار وركړ(د بېلېدو يا پاته كېدو)؛ په بل روايت كي راغلي چي دواړه ئې سره بېل كړل.

دا روايات ځكه د اعتبار وړ دي چي وينا ئي د قرآن له لارښوونو سره بشپړ مطابقت لري.      

د ماشومي نجلۍ نكاح او د يوه آيت ناسم تعبير

ځيني د الطلاق سورې په څلورم آيت؛ په غير موجه او ناسمه توگه استناد كوي او د آيت دغه فقره (وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) داسي تعبيروي چي گواكي مراد ئې نابالغي نجوني دي؛ او گواكي د هغوى نكاح جائزه ده؛ آيت داسي دئ:  

وَٱلَّٰٓـِٔي يَئِسۡنَ مِنَ ٱلۡمَحِيضِ مِن نِّسَآئِكُمۡ إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَٰثَةُ أَشۡهُرٖ وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ وَأُوْلَٰتُ ٱلۡأَحۡمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعۡنَ حَمۡلَهُنَّۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مِنۡ أَمۡرِهِۦ يُسۡرٗا ٤   الطلاق

او ستاسي هغه مېرمني چي له حيض ناهيلې شوې دي كه شكمن شوئ نو عدت ئې درې مياشتي دئ او د هغو هم چي حيض ئې ودرېدلى؛ او د حامله مېرمنو نېټه دا ده چي خپل حمل وزېږوي؛ او څوك چي له الله ووېرېږي هغه ته به په خپل كار كي آسانى وگرځوي، 

د دې آيت په اړه بايد څو مهمي خبري په پام كي ولرو:

  • هر لومړنى جنسي مباشرت په مېرمني كي د ډېرو هورموني تغييراتو باعث كېږي؛ د دې لپاره چي د هغې بدن او د جنسي چارو اړوند غړي له دغه نوي تحول سره ځان عيار كړي؛ دا يوه ډېره پېچلې عمليه او دروند كار دئ؛ په ويني كي خاص هورمونونه تولېدېږي او په رحم كي د نوې نطفې د روغ او سالم ساتلو لپاره لازم تيارى او چمتو والى نيول كېږي؛ خو كه دا عمليه بريالۍ او موفقه نه وه او د بچي نطفه رامنځته نشوه؛ نو د مېرمني په بدن او رحم كي چي شاوخوا يوه مياشت كوم تيارى نيول شوى وو؛ او ډېر تغييرات راغلي وو دا به له منځه ځي او عادي حالت ته به ستنېږي؛ حيض د همدې تصفيې او تعديل رامنځته كولو يوه عمليه ده.  
  • كله چي د دې مېرمني مېړه يا وفات شي يا طلاق رامنځته شي نو بدن له مخكيني حالت د وتلو او نورمال او عادي حالت ته د ستنېدو لپاره كافي وخت ته ضرورت لري؛ دې وخت ته قرآن د عدة نوم وركړى. په دې موده كي له جنسي مباشرت منع كړى شوې.

په دې آيت كي د هغو مېرمنو د عدت په اړه بحث شوى چي 1- له حيض مأيوسه شوې؛ خو په ناڅاپي توگه ئې داسي څه ليدلي چي شكمني شوې دي؛ مثلاً د كومي بيمارۍ يا كوم بل عامل له كبله ئې داسي وينه ليدلې چي د حيض گمان ئې پرې كړى؛ 2- هغه مېرمني چي د حيض لړۍ ئې پاى ته رسېدلې؛ د دوى دواړو عدت درې مياشتي ټاكل شوى؛ 3- هغه مېرمني چي حامله (بلاربي او اميندواري) وي؛ د هغوى عدت د اولاد تر زېږون پوري دئ. 

د آيت له الفاظو او تركيب او ترتيب ئې په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي دا درې واړه مېرمني (ٱلَّٰٓـِٔي يَئِسۡنَ مِنَ ٱلۡمَحِيضِ)، (ٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) او (أُوْلَٰتُ ٱلۡأَحۡمَالِ)؛ هغه مېرمني دي چي حيض ئې وو خو بند شوى؛ د (ٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) داسي تعبير او تفسير راايستل چي گواكي مراد ئې هغه نجوني دي چي پېغلتوب ته نه وي رسېدلې؛ د حيرت وړ جسارت دئ؛ مگر قرآن دومره مبهم دئ؟ چي د ماشومي نجلۍ د نكاح جواز به د هغې د عدت د حكم له مخي معلوموو؟ د مېرمنو د عدت لپاره اصلاً درې حيضه ټاكل شوي؛ درې مياشتي د هغو لپاره ټاكل شوې چي حيض ئې متوقف شوى؛ ماشومي نجلۍ په دې ضمن كي نه شي شاملېدى؛ او دلته د (ٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) معنى قطعاً وړې نجوني نه دي؛ قرآن فرمايي:   

وَٱلۡمُطَلَّقَٰتُ يَتَرَبَّصۡنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَٰثَةَ قُرُوٓءٖۚ .... ٢٢٨   البقرة

او طلاقي شوې ښځي دي د ځان په اړه تر درې واري حيض انتظار وكړي... 

له دې آيت په ډاگه معلومېږي چي د عدت اصلي موده درې قروء (حيضه) ده او درې مياشتي د هغو لپاره ده چې حيض ئې متوقف شوى.

څوك چي وايي: د دې آيت دغه فقره (وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) د نابالغو نجونو په اړه دئ او په دې سره غواړي د ماشومانو د نكاح جواز ثابت كړي؛ نو هغه ته په كار ده چي: 1- بايد د قرآن كوم داسي صريح او څرگند آيت وړاندي كړي چي ښيي د نابالغ ماشوم نكاح جائزه ده، 2- دې پوښتني ته بايد ځواب ووايي چي د (بلغوا النكاح) معنى څه ده؟ دا دوه متعارضي او متضادي خبري به څنگه تلفيقوئ چي له يوې خوا د نكاح لپاره بلوغ شرط گڼي او له بلي خوا د نابالغي نجلۍ نكاح جائز بولي؟ 3- قرآن خو د نكاح د صحت لپاره (رشد) د شرط په توگه وړاندي كړى؛ تاسو ولي دا شرط له پامه غورځولى؟ په داسي حال كي چي نه په ټول قرآن كي داسي آيت مومو چي د نابالغ هلك او نجلۍ د نكاح جواز ترې ثابت شي؛ ولي كله په ضعيفو رواياتو استناد كوئ او كله په بلي مشخصي موضوع پوري مربوط آيت؛ په تكلف سره د خپل غرض لپاره غلط تعبيروئ 4- له دې الهي لارښووني سره به څه كوئ چي خاوند ئې له بزگر او مېرمن ئې له پټي سره تشبيه كړې؛ او توصيه كوي چي د نكاح موخه به اولاد درلودل او د كورنۍ جوړول وي نه يوازي د جنسي غريزې اشباع؛ هلته چي فرمايي: نِسَآؤُكُمۡ حَرۡثٞ لَّكُمۡ فَأۡتُواْ حَرۡثَكُمۡ أَنَّىٰ شِئۡتُمۡۖ وَقَدِّمُواْ لِأَنفُسِكُمۡۚ .... البقرة: 223؛ د دې الهي امر او قرآني لارښووني په شتون كي به د وړې نجلۍ نكاح څنگه توجيه كوئ؟ په دغو دريو خبرو كي يوه منلى شو: 1- د وړې نجلۍ نكاح جائزه ده، 2- د نكاح د صحت لپاره بلوغ شرط دئ او 3- پر بلوغ سربېره رشد بل مهم شرط دئ. په سل يقين سره ويلى شو چي د قرآن له نظره د نكاح د صحت لپاره پر بلوغ سربېره رشد هم شرط دئ؛ هر څوك چي له دې پرته بله خبره كوي؛ ادعاء ئې د دې آيت خلاف ده چي وايي: .... حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ... : تر هغه چي د نكاح (پړاو) ته ورسېږي؛ نو كه په دوى كي مو درايت او هوښياري احساس كړه؛ مالونه ئې وروسپارئ... 

حقيقت دا دئ چي د الطلاق سورې په 4 آيت كي د عدت په اړه لاندي لارښووني شوې:

  • ستاسي هغه مېرمني چي له حيض ناهيلي شوې دي كه شكمن شوئ نو عدت ئې درې مياشتي دئ. دلته څو خبري بايد په پام كي ولرو: 1- له (وَٱلَّٰٓـِٔي يَئِسۡنَ مِنَ ٱلۡمَحِيضِ مِن نِّسَآئِكُمۡ) هغه مېرمني مراد دي چي د زړښت له كبله له حيض ناهيلي شوې، دا ځكه چي د مېرمنو حيض هم په زړښت كي متوقف شي، هم د حمل په حالت كي او كله كله د خاص مرض له امله. نو د دغو مېرمنو د عدت لپاره د درې حيضونو پر ځاى درې مياشتي ټاكل شوې. 2- د (إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَٰثَةُ أَشۡهُرٖ) په اړه ځينو مفسرينو ويلي چي معنى ئې د اړوند حكم په ارتباط شك دئ، يعني كه شكمن شوئ چي حكم به ئې څه وي؛ نو پوه شئ چي حكم ئې دا دئ، په داسي حال كي چي د حكم په اړه شكمن كېدل قطعاً وارد او مناسب تعبير نه دئ؛ ځينو نورو ويلي چي معنى ئې دا ده: كه شكمن شوئ او داسي وينه تر سترگو شوه چي نه پوهېږئ د حيض له كبله ده او كه د كومي بيمارۍ له كبله نو عدت ئې درې مياشتي دئ، داسي وينه انسان په شك كي اچوي چي دوى د عمر هغه حد ته رسېدلې كه نه چي د حامله كېدو او زېږون امكان له منځه ځي او حيض متوقف كېږي؛ د آيت له فحوى په څرگنده توگه معلومېږي چي د دوهمي ډلي مفسرينو رأيه دقيقه ده، دا ځكه چي له يوې خوا د بحث موضوع هغه مېرمني دي چي 1- يا له حيض مأيوسه شوې خو شكمني شوې دي او 2- يا هغه چي په بشپړﮦ او يقيني توگه پوهېدلې چي نور د حيض له پړاو تېري شوې؛ د دوى دواړو عدت درې مياشتي دئ؛ كه څه هم په دې اړه ځينو مفسرينو د آيت له دې فقرې (وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) دا تعبير وړاندي كړى چي گواكي مراد ئې هغه نجوني دي چي لا د حيض سن (بلوغ) ته نه دي رسېدلې؛ نو د هغوى عدت هم درې مياشتي دئ؛ همغسي لكه چي د هغو مېرمنو هم درې مياشتي دئ چي حيض ئې ځنډېدلى او شكمني دي؛ د همدې ناسم تعبير په استناد له داسي نجونو سره نكاح جائز گڼي چي لا پېغلتوب ته نه وي رسېدلې، خو نور مفسرين وايي: مراد ئې د حيض په اړه دوه ډوله مېرمني دي: لومړى هغه چي د كوم خاص عامل له كبله د هغوى په مياشتني حيض كي كوم خلل رامنځته شوى او شك ورته پيدا شوى چي دا موقتي خلل دئ كه د حيض دائمي توقف؛ او بله هغه چي حيض ئې په يقيني او دائمي توگه متوقف شوى؛ د دواړو عدت سره ورته او درې مياشتي دئ او د حامله مېرمنو عدت دا دئ چي خپل حمل وزېږوي. 
  • دې پوښتني ته هم بايد ځواب وړاندي كړو چي مېرمني ولي په دې مكلفي شوې چي تر بل ازدواج وړاندي به د طلاق په صورت كي درې حيضونه او د مېړه د وفات په صورت كي به څلور مياشتي او لس ورځي انتظار كوي؟ 

ځواب دا دئ: الله تعالى انسان ته داسي حساس بدن، د بدن ځانگړى جوړښت او فعال او ځيرك مغز وركړى چي كه هر اجنبي شى؛ له هري لاري؛ خولې، پزي، پوستكي، غوږ، سترگي او نورو لارو د انسان بدن ته ننوځي نو ژر او له ځنډ پرته فوراً مناسب او ضروري غبرگون ښيي؛ كه مضر وي چاره ئې كوي، كه ميكروب، بكټريا او ويروس وي مقابله ئې كوي، لومړى ئې د پېژندو هڅه كوي، بيا هغه دواء تشخيصوي او توليدوي چي دا دښمن له منځه وړى شي، په شاوخوا شپږو مياشتو كي د بدن ټول حجرات بدلوي چي شمېر ئې په ملياردونو دئ؛ د زړو په عوض نوي راپيدا كوي؛ نوې ژوندۍ نطفې جوړوي؛ او دا هغه كار دئ چي د نړۍ ټول ډاكټران ئې؛ له خپلو ټولو وسائلو او تجهيزاتو سره نه شي كولى؛ نه ژوندۍ حجره جوړولى شي او نه ژوندۍ نطفه؛ د ويروس ضد اغېزمني دواء له جوړولو هم عاجز دي؛ اغېزمنه چاره ئې واكسين ده چي هغه هم د انسان په بدن كي د سپينو كروياتو تحريكولو له لاري د ويروس ضد دواء جوړول دي؛ نه په لابراتوار كي د دواء جوړول. نن په 21 پېړۍ كي د نړۍ هيڅ مخكي تللى كمپيوټر نه شي كولى د انسان د مغز څو سلنه برخه كارونه وكړى شي. 

  • اوس او په 21 پېړۍ كي له ساينسي او علمي پلوه دا حقيقت څرگند شوى چي له لومړي جنسي مباشرت سره سم؛ د مېرمني په بدن كي داسي خاص تغييرات رامنځته شي او خاص هورمونونه راپيدا شي چي د مېرمني رحم او وجود ئې د دې نوي جنسي تعلق او نوې نطفې لپاره عيار كړي؛ دا تغييرات او نوي هورمونونه د همدغو دوو؛ مېرمن او مېړه په مباشرت پوري مربوط او مختص دي؛ كه د دوى تر منځ بېلتون رامنځته شي؛ نو مېرمن مخكيني طبيعي حالت ته د ستنېدو او د دغو تغييراتو او هورمونو د ازالې لپاره لږ تر لږه؛ دريو حيضونو ته ضرورت لري؛ كه تر دې مودې وړاندي له بل كس سره جنسي مباشرت وكړي؛ او په نتيجه كي ئې د هغې بدن كي نوي او له بل جنسي مباشرت راټوكېدلي هورمونونه راپيدا شي؛ دا د مېرمني بدن كي د هورمونونو د عدم تعادل او تعارض باعث كېږي او دې مېرمن او اولاد ته ئې بدي پايلي لري. اوس په لابراتوار كي د دې امكان شته چي معلومه شي؛ تر معايناتو لاندي يوې مېرمني؛ له يوه تن سره جنسي مباشرت كړى كه له دوو او زياتو سره. له اړوند هورمونونو او د دوى تر منځ له توپيرونو په دې اسرارو پوهېدى شو. نو د اسلامي لارښوونو له مخي د كونډو او طلاق شوو مېرمنو لپاره عدت يوازي د دې لپاره نه دئ چي معلومه شي له مخكيني مېړه په خپل رحم كي څه لري كه نه؛ بلكي طبيعي حالت ته د ستنېدو او د نوې جنسي رابطې لپاره د چمتو كېدو په موخه؛ عدت ورته ټاكل شوى.   

د نابالغ نكاح او اړوند روايات ئې

كه د رواياتو كتابونه لږ په دقت سره وڅېړو نو ډېر ژر دې پايلي ته رسېږو چي د ماشومانو د نكاح د جواز په اړه هيڅ داسي روايت نشته چي د سند او متن له پلوه د اعتبار او اعتناء وړ وي؛ دا ممكنه نه ده چي قرآن به يو څه وايي او رسول الله صلى الله عليه و سلم بل څه؛ قرآن د نكاح لپاره د بلوغ تر څنگ رشد ته رسېدا شرط گڼي او روايت به د دې څرگند آيت خلاف وايي: د وړې نجلۍ نكاح هم جائز ده!! متأسفانه په عوامو او د عوامو په څېر ملايانو كي همداسي كمزوري آراء او ضعيف روايات خواره شوي؛ تر ټولو مشهور ئې هغه دئ چي په بخاري كي راغلى؛ او وايي: 

3896 - عَنْ هِشَامٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ تُوُفِّيَتْ خَدِيجَةُ قَبْلَ مَخْرَجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى الْمَدِينَةِ بِثَلَاثِ سِنِينَ فَلَبِثَ سَنَتَيْنِ أَوْ قَرِيبًا مِنْ ذَلِكَ وَنَكَحَ عَائِشَةَ وَهِيَ بِنْتُ سِتِّ سِنِينَ ثُمَّ بَنَى بِهَا وَهِيَ بِنْتُ تِسْعِ سِنِينَ.

هشام له خپل پلار روايت كوي چي وئې ويل: خديجه مدينې ته د رسول الله صلى الله عليه و سلم له تلو درې كاله وړاندي وفات شوه؛ نو (رسول الله) دوه كاله يا دې ته نژدې همداسي پاته شو؛ بيا ئې عائشه په نكاح كړه په داسي حال كي چي هغه شپږ كلنه نجلۍ وه؛ او بيا ئې هغه مهال واده كړه چي نه كلنه وه. 

دا روايت د سند له پلوه ډېر غريب دئ؛ په دوو طبقو (صحابه او تابعينو) كي يو يو راوي لري چي پلار او زوى (عروه او هشام) رحمة الله عليهما دي؛ له هشام هم دا روايت په شاوخوا 140 هجري كال كي او هغه هم په كوفه كي روايت شوى؛ نه په مدينه كي!! يعني چي په مدينه كي تر دغي نېټې پوري؛ هيڅ صحابي او تابعي له ده دا خبره نه ده اورېدلې!! نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ژوندون كي او نه ئې له رحلت وروسته؛ هيچا دا خبره نه ده كړې چي عائشه رضي الله عنها په 9 كلنۍ كي واده شوې!! 

د دې روايت په متن كي هم جدي ستونزه مومو؛ وايي: (فَلَبِثَ سَنَتَيْنِ أَوْ قَرِيبًا مِنْ ذَلِكَ: نو دوه كاله يا دې ته نژدې موده همداسي پاته شو)؛ يعني چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خديجې رضي الله عنها له وفات وروسته؛ د عائشې رضي الله عنها تر نكاح پوري دوه كاله همداسي مجرد او بې مېرمني پاته شو!! په داسي حال كي چي دا خبره قطعاً غلطه ده؛ حقيقت دا دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خديجې رضي الله عنها له وفات لنډه موده وروسته؛ سوده رضي الله عنها په نكاح كړې او تر دريو كلنو پوري ئې يوازي له همدې مېرمني سره تېر كړي. نو د روايت دا عبارت: "فَلَبِثَ سَنَتَيْنِ أَوْ قَرِيبًا مِنْ ذَلِكَ" هيڅ حقيقت نه لري، همدا راز د روايت دا برخه بې بنسټه ادعاء ده چي وايي: بيا ئې له عائشې رضي الله عنها سره په داسي حال کي نكاح وكړه چي هغه شپږ كلنه وه. په داسي حال كي چي د خديجې رضي الله عنها د وفات او د عائشې رضي الله عنها تر نكاح پوري نژدې پنځه كلونه تېر شوي!!

د بخاري همدا معلول او مشبوه روايت په تكرار سره په دغو شمېرو 3894، 5156، 5160، هم راغلى؛ غريب دئ او په دوو طبقو كي يوازي يو يو راوي لري، هيڅ راوي ئې نه له ځان پرته بل شاهد لري او نه په قرآن كي كوم شاهد؛ هيچا د داسي صحابي نوم نه دئ اخيستى چي كومه ماشومه نجلۍ ئې په نكاح كړې وي؛ يوازي هشام او پلار ئې عروه ته دا ناسمه او د حقيقت خلاف وينا منسوب شوې چي وايي: د عائشې رضى الله عنها نكاح په نه كلنۍ كي تر سره شوې، متأسفانه همدا خبره په مسلمانانو كي مشهوره شوې، ځيني د دغه روايت د توجيه لپاره وايي چي د تودو سيمو نجلۍ او هلكان د سړو سيمو په پرتله ژر بلوغ ته رسېږي، دوى هم بلوغ شرط گڼي او رأيه ئې دا ده چي كېدى شي يوه نجلۍ په نه كلنۍ كي پېغلتوب ته ورسېږي. 

رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د يوې ماشومي نكاح منسوبول خو څه عادي خبره نه ده؛ هغه هم په داسي حال كي چي دا د قريشو د عام دود او دستور خلاف هم وو؛ كه دا كار شوى وى نو نه يوازي په صحابه وو كي به ئې په لسگونو راويان درلودل؛ بلكي دښمنانو به د شعر او نثر پرېړ كتابونه پرې ليكلي وو. خو نه داسي روايت مومو چي قريشو په دې اړه څه ويلي وي او نه له دې غريب روايت پرته بل داسي روايت چي د اعتناء او اعتبار وړ وي!! 

امام بخاري رحمه الله د ځينو همداسي رواياتو او آراءو له كبله هم په نيشاپور كي د خپل استاد امام ذهلي رحمه الله له داسي شديد مخالفت سره مخ شو چي مجبور شو په پټه له نيشاپور ووځي او خپل وطن بخارا ته ولاړ شي؛ په بخارا او سمرقند كي هم له دومره سختو مخالفتونو سره مخ شو چي الله تعالى ته ئې د شكايت په ضمن كي د مرگ تمنى وكړه. 

د بخاري دا روايت د محققينو له نظره؛ نه روايتاً صحيح دئ او نه درايتاً؛ ستري ستونزي ئې دا دي: 

1- د قرآن له څرگندي لارښووني سره مغايرت لري؛ ځكه قرآن د نكاح لپاره بلوغ نه بلكي رشد شرط گڼي؛ او دا روايت د شپږ كلني نجلي نكاح جائز گڼي! او بالتبع تر شپږ كلنۍ د وړې نجلۍ نكاح هم!! همداسي روايتونو ته په پام سره ځيني جاهلان خپله څو مياشتنۍ لمسۍ هم د بل زوى ته په نكاح وركوي!! 

2- دا د انساني فطرت خلاف ده؛ په داسي حال كي چي د مخلوقاتو رب؛ د جنسي نژدېكت وړتيا؛ د دې لپاره په هغوى كي ايښې چي همدا ئې د نسل د بقاء او دوام يوازينۍ وسيله او فطري طريقه ده؛ دا وړتيا هم د پيدايښت په لومړيو كي نه بلكي څو كلونه وروسته او په ځوانۍ او پېغلتوب كي فعاله شي؛ په حيواناتو او مرغانو كي هم؛ جنسي يو ځاى كېدا له بلوغ وروسته او د اولاد په موخه وي؛ تر دې وړاندي د جنسي نژدېكت ضرورت نه احساسوي. مرغان چي كله ئې بچيان ستر او د الوتو شي او وگوري چي نور ځان ساتلى او بېله كورنۍ جوړولى شي؛ نو له خپلي ځالي ئې وشړي؛ دوه سره يو ځاى شي او ځان ته بېله ځاله جوړه كړي؛ او د اولاد په زېږولو او پاللو بوخت وي.  

3- دا روايت له ډېرو هغو رواياتو سره تعارض لري چي وايي: عائشه رضي الله عنها د هجرت په وخت كي 17 او د واده په وخت كي نژدې 19 كلنه وه. 

متأسفانه په بخاري كي د عائشې رضي الله عنها د نكاح په اړه متناقض روايات راغلي؛ يو روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خديجې رضي الله عنها له وفات درې كاله وروسته هغه په نكاح كړه؛ په بل روايت كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دوهم هجري كال؛ او د بدر له جگړي وروسته؛ يعني د خديجې رضي الله عنها له وفات پنځه كاله وروسته؛ عائشه په نكاح كړې.

4- دا روايت د إسنادو له پلوه غريب دئ، په اوله او دوهمه طبقه كي ئې راويان يو يو تن؛ پلار او زوى؛ هشام او عروه دي. له هشام دا روايت د ده په زړښت كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت نژدي 130 كاله وروسته او هغه هم په كوفه كي روايت شوى؛ تر دې وړاندي او په مدينه كي هيچا؛ حتى د هشام رحمه الله شاگرد؛ امام مالك؛ دا روايت نه دئ اورېدلى او په خپل مشهور كتاب موطأ كي ئې نه دئ راوړى؛ له همدې كبله دا شك رامنځته كېږي چي د دې روايت تر شا به هغه اختلافات خپل اغېز لرلو چي د علي رضي الله عنه په شهادت منتج شو؛ د عائشې رضي الله عنها د شخصيت او حيثيت راكمولو لپاره دا روايت جوړ او خپور شوى؛ كوفه ئې يوازينى محل وو؛ دا ځكه چي هلته د عائشې كافي مخالفين وو؛ كه له هشام سره په رښتيا دا روايت وو او دا خبره ئې كړې وي؛ نو په مدينه كي به چا ترې اورېدلې وه؛ امام مالك به ترې اورېدلې وه؛ ولي نژدې يوه نيمه پېړۍ وروسته دا روايت راڅرگندېږي او هغه هم د فتنو په مركز كوفه كي؟! 

5- كه څه هم هشام لوى شخصيت او معتبر راوي دئ؛ خو د ده په اړه علماء رجال وايي: د عمر په پاى كي ئې حافظه ضعيفه شوې وه او مطالب ترې خلط او گډ وډ كېدل. دا مهال هغه په كوفه كي اوسېدو.

6- د مهمو قضاياوو؛ مخصوصاً د احكامو او حلال او حرام په ارتباط؛ په داسي غريب روايت إستناد نشي كېدى؛ چي نه يوازي په قرآن كي شاهد ونه لري؛ بلكي وينا ئې د قرآن خلاف وي؛ او اصلي راوي ئې د حافظې په ضعف تورن وي. 

7- اسلام د نكاح لپاره د ايجاب او قبول شرط ايښى؛ دا شرط بلوغ او رشد ايجابوي؛ تر بلوغ وړاندي؛ إيمان هم اعتبار نه لري؛ د كافر او مشرك اولاد هم جنت ته ځي؛ كه د دوى ايمان او عدم ايمان مدار د اعتبار نه وي؛ نو د نكاح معاهده به ئې څنگه معتبره وي؟!  

دې مهمي پوښتني ته هم بايد دقيق او د قرآن د وينا مطابق ځواب ووايو چي ځوان هلك او پېغلي نجلۍ ته د خپل ځان او ازدواج په اړہ د پرېكړي واك وركړى شوى كه نه، كه وركړى شوى له دې واك كله استفاده كولى شي؛ تر بلوغ وړاندي كه وروسته، بلوغ شرط دئ كه رشد؟ د النساء سورې له 6 آيت په څرگنده توگه معلومېږي چي د نكاح لپاره يوازي بلوغ نه بلكي رشد هم شرط دئ؛ كه يتيم ته د ده خپل مال سپارلو په اړہ د قرآن لارښوونه دا وي او هغه د يتيم په رشد پوري مشروطوي؛ نو د ازدواج په اړہ به ئې لارښوونه او غوښتنه څه وي او الله تعالى به په څه راضي كېږي؟ يقيناً چي د ازدواج موضوع تر دې ډېر ډېر ارزښت او اهميت لري چي د هغوى مال كله او په كوم عمر كي وروسپارل شي؛ په دې كي هيڅ شك نشته چي د نكاح لپاره لومړى شرط بلوغ دئ او دوهم ئې رشد او له دې آيت په واضح او پرېكنده توگه همدا معلومېږي؛ ځكه چي د نكاح پړاو ته رسېدا ئې له رشد سره تړلې؛ هلته چي وايي: حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ: تر هغه چي د نكاح (پړاو) ته ورسېږي؛ نو كه دا مهال مو په دوى كي هوښيارتيا احساس كړه؛ مالونه ئې وروسپارئ

قرآن موږ ته وايي چي د نكاح موخه د نسل دوام او د اولاد درلودل دي؛ نه فقط د جنسي غريزې اشباع؛ نو له هغي ماشومي سره جنسي نژدېكت د دين او فطرت خلاف كار دئ چي بلوغ ته نه وي رسېدلې؛ اسلام چي د نكاح په اړه كومي لارښووني لري؛ مهمي برخي ئې دا دي: 

  • له بلوغ وروسته؛ د دواړو په موافقه او هغه مهال ترسره شي چي دواړہ د رشد پړاو ته رسېدلي وي او د سمي پرېكړي او صحيح انتخاب جوگه وي. 
  • يو د بل كفو او سيال وي او اجتماعي حالت ئې سره ورته وي.
  • د يوې كورنۍ جوړولو او اولاد پاللو په موخه وي؛ نه د جنسي غريزې د اشباع په موخه او موقته اړيكه.
  • د دواړو تر منځ توافق ئې اصلي شرط او د كورنيو توافق ئې مفيد او غوره گڼلى.
  • مناسب مهر ټاكل؛ هومره چي د مېرمني مستقبل تضمين كړي او هغه پرې راضي شي. دا مهر په بشپړه توگه د نجلۍ حق دئ او مقدار ئې هم د دې په موافقې پوري تړلى دئ.
  • لږ تر لږہ دوه نارينه يا يو نارينه او دوه ښځي به د شاهدانو په توگه په منځ كي وي.
  • څرگنده به وي او پټه به نه پاته كېږي.
  • لكه چي گورئ قرآن د نكاح لپاره خاص پړاو ټاكلى؛ دا ټاكلى پړاو يوازي بلوغ (ځواني او پېلغتوب) نه دئ، بلكي د آيت له لارښووني په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د بلوغ تر څنگ بايد رشد او د عقل پوخوالى هم په پام كي وي. 

متأسفانه ځينو د (بلغوا النكاح) له فقرې دا انتباه اخيستې چي گواكي دلته د (بلغوا) معنى ځواني او پېغلتوب دئ؛ دا ځكه چي موږ د ځواني لپاره د بلوغ صيغه كاروو؛ په داسي حال كي چي د بلوغ ساده او اصلي معنى رسېدا ده؛ نه ځواني؛ دې ته مو بايد پام وي چي قرآن ځوانۍ ته رسېدا په دې صيغه يادوي: وَإِذَا بَلَغَ الأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ: او كله چي ستاسو ماشومان حلم (ځوانۍ او پېغلتوب) ته ورسېږي. او هغه چي لا بالغ شوي نه وي په دې صيغه ئې يادوي: وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ: او هغه چي لا حلم (ځوانۍ) ته نه دي رسېدلي. له دې معلومېږي چي د نكاح او واده حد ته رسېدا؛ له هغه عمر سره توپير لري چي ماشوم ځوانۍ ته رسېږي؛ د نكاح لپاره د ځوانۍ او بلوغ تر څنگ؛ رشد او د كورنۍ جوړولو او پاللو وړتيا هم ضروري گڼل شوې. 

د دې قرآني لارښوونو په رڼا كي په آسانۍ سره كولى شو د هغو رواياتو او آراءو د صحت او عدم صحت په اړه قضاوت وكړو چي د نكاح د طرفينو د عمر په اړه راغلي؛ له دغو رواياتو يو ئې هغه دئ چي په بخاري كي راغلى او وايي؛ د عائشې رضي الله عنها د نكاح عقد په شپږ كلنۍ كي او واده ئې په نه كلنۍ كي شوى؛ او له همدې روايت د اسلام دښمنانو د پراخو تبليغاتو وسيله جوړه كړې؛ دا د بشري حقوقو ضد عمل او د ماشومانو پر حق جدي تېرى گڼي. راشئ وگورو چي حقيقت څه دئ او دا روايات د اعتبار وړ دي كه نه؛ او دا چي د عائشې رضي الله عنها نكاح په څو كلنۍ كي شوې؟ 

د عائشې رضي الله عنها د عمر په اړه د سيرت، تاريخ، تفسير او احاديثو كتابونو كي پراخ تناقضات او تعارضات مومو؛ داسي چي عقد ئې له 6 تر 16 كلنۍ پوري او نكاح ئې له 9 تر 19 كلنۍ پوري ښودل شوي!! 

په دې اړه چي كوم روايات راغلي؛ 14 ئې د هشام بن عروه له لوري دي. عجيبه لا دا ده چي دا مهمه قضيه؛ له مشرانو صحابه وو هيچا په تاريخ او سيرت كي نه ده روايت كړې. رسول الله صلى الله عليه و سلم هم نه دي ويلي چي عائشه ئې په نه كلنۍ كي واده كړې!! په قرآن كي هم په دې ارتباط هيڅ څه اشارتاً او صراحتاً نه مومو!   

كه هغه روايات چي وايي د عقد په وخت كي عائشه رضي الله عنها شپږ كلنه او د نكاح په وخت كي نه كلنه وه؛ وڅېړو؛ نو وبه گورو چي نه روايتاً معتبر دي او نه درايتاً؛ تر ټولو لويه ستونزه ئې دا ده چي د قرآن له څرگندي لارښووني سره جدي او ژور تعارض لري؛ قرآن د نكاح او د مال تصرف لپاره پر بلوغ علاوه؛ رشد او درايت ضروري گڼي او وايي: تر هغه يتيمان وآزمويئ چي د نكاح پړاو (عمر) ته ورسېږي؛ نو كه تاسو په هغوى كي رشد او عقلمني ومومئ؛ مال ئې وروسپارئ. 

له دې آيت او قرآني لارښووني په څرگنده توگه معلومېږي چي يتيم ته د مال سپارلو لپاره يوازي بلوغ شرط نه دئ؛ بلكي رشد او د عقل پوخوالى هم شرط دئ؛ د نكاح اهميت او حساسيت؛ تر مال ډېر زيات دئ؛ لا زيات رشد او د عقل پوخوالى ايجابوي؛ دواړه بايد د دې وړتيا ولري چي نوې موفقه كورنۍ جوړه كړى شي او د اولاد د ښې روزني اهليت ولري؛ نه پوهېږو څنگه څوك د دې جرأت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي كار منسوبوي چي د قرآن له دې څرگند آيت سره منافات لري؟!

د عائشې رضي الله عنها خور أسماء 27 كلنه وه چي مدينې ته ئې هجرت وكړ؛ دا مهال عائشه رضي الله عنها 17 كلنه وه، نكاح ئې د بدر له جگړي وروسته په دوهم هجري كال او په 19 كلنۍ كي تر سره شوې. 

دا هغه څه دي چي په دغو مصادرو كي راغلي: " حلية الأولياء " (2/56)، "معجم الصحابة " لأبي نعيم الأصبهاني، "الاستيعاب" لابن عبد البر (4/1783)، "تاريخ دمشق" لابن عساكر (69/8)، "أسد الغابة "لابن الأثير (7/12)، "الإصابة" لابن حجر (7/487) او "تهذيب الكمال د حافظ جمال‌الدین ابو ‌الحجاج " (35/125)

د عائشې رضي الله عنها د نكاح په اړه د بخاري رواياتو كي تناقض دئ؛ يو ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د خديجې رضي الله عنها له وفات درې كاله وروسته عائشه په نكاح كړه؛ په بل كي وايي: خديجه رضي الله عنها له هجرت درې كاله وړاندي وفات شوه؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم نژدې دوه كاله نور انتظار وكړ او بيا ئې عائشه په نكاح كړه؛ د دواړو رواياتو تر منځ پوره دوه كاله توپير مومو؛ په دغو متعارضو رواياتو كي كوم يو ئې صحيح دئ؟   

هغه روايات، آراء او آثار چي ښيي عائشه رضي الله عنها هغه مهال په نكاح شوې چي عمر ئې شاوخوا 19 كاله وو؛ ځيني ئې دادي:

1- مشره خور ئې اسماء؛ تر دې لس كاله مشره وه؛ كله چي له كورنۍ سره يو ځاى مدينې ته رامهاجر شول 27 كلنه وه؛ نژدې سل كلنه وه چي وفات شوه؛ د وفات كال ئې 73 هجري كال وو؛ او همدا ښيي چي د هجرت په كال 27 كلنه وه؛ ځكه 73+27= 100 او له دې معلومېږي چي عائشه دا مهال 17 كلنه وه؛ په دوهم هجري كال او د بدر له جگړي وروسته په 19 كلنۍ كي واده شوې. دا هغه څه دي چي ابن حَجَر عسقلاني له أبي نُعَيم الأصبهاني؛ په دې صيغه نقل كړي: 

...أَنَّ أَبِي نُعَيْمٍ الأَصْبَهَانِيِّ قَالَ بِأَنَّ أَسْمَاءَ بِنْتَ أَبِي بَكْرٍ وُلِدَتْ قَبْلَ الْهِجْرَةِ بِسَبْعٍ وَعِشْرِينَ سَنَةً.

...دا چي ابي نعيم اصفهاني ويلي چي اسماء بنت ابوبكر 27 كاله تر هجرت وړاندي پيدا شوې. 

2- روايات وايي: له خديجې رضي الله عنها وروسته بله مېرمن چي ايمان ئې راوړى؛ د عباس رضي الله عنه مېرمن ام الفضل وه؛ او بيا د ابوبكر رضي الله عنه دوو لوڼو اسماء او عائشې ايمان راوړى؛ او د دې معنى دا ده چي عائشه رضي الله عنها تر بعثت مخكي پيدا شوې او د ايمان راوړلو په وخت كي ئې عمر دومره وو چي د عقل او فهم له مخي د ايمان راوړلو جوگه وه.

3- له عائشې روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به نژدې هره ورځ زموږ كور ته سبا يا ماښام راتلو؛ او دا هغه مهال وو چي خپل رسالت ئې نه وو علني كړى؛ يعني د بعثت په لومړيو څلورو كلنو كي عائشه د دومره عمر وه چي دې خبرو ته ئې پام وو. دا روايات له هغه سره بشپړ مغايرت لري چي وايي دا مهال عائشه رضي الله عنها لا نه وه پيدا شوې.

4- د خديجې رضي الله عنها له وفات وروسته او تر هجرت دوه كاله وړاندي؛ او په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته؛ له څلورو لوڼو؛ دوه وړې په كور كي پاته وې؛ ام كلثوم او فاطمه رضي الله عنهما؛ دوه نوري واده شوې وې؛ د كور ساتني او د لوڼو د پالني لپاره ئې واده ته ضرورت وو؛ خوله بنت حكيم په وار وار ده ته د واده سپارښتنه كوله؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وويل: له چا سره؟ هغې وويل: كه پېغله غواړې نو عائشه او كه كونډه غواړې نو سودة بنت زَمْعَة؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وويل: زما په اړه دواړو ته يادونه وكړه؛ هدف ئې دا وو چي كه يوه موافقه ونه كړي نو بلي ته يادونه وكړي؛ خوله لومړى د عائشې ناسكه مور ام رومان بنت عامر ته ورغله؛ خبره ئې ورته ياده كړه؛ هغې وويل: صبر وكړه ابوبكر راځي؛ مُطْعِم بن عَدِي د خپل زوى جُبَير لپاره د عائشې په اړه غوښتنه كړې؛ ابوبكر رضي الله عنه ئې غوښتني ته ځكه منفي ځواب وركړ چي ښايي د ده لور به خپل غلط دين ته واړوي. ابوبكر رضي الله عنه خوله ته وويل: محمد عليه السلام ته ووايه چي راشي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د خِطبې لپاره ورغلى او موافقه شوې؛ اما واده ئې درې كاله وروسته تر سره شوى.

له دې په څرگنده توگه معلومېږي چي عائشه رضي الله عنها لا له وړاندي پېغلتوب ته رسېدلې وه او مُطْعِم بن عدي خپل زوى ته غوښتې وه. 

د قريشو عام دود دا وو چي خپلي لوڼي به ئې تر پېغلتوب وړاندي نه ودولې؛ دا ئې د پېغور كار گڼلو چي په ماشومتوب كي خپله لور واده او له كور رخصت كړي؛ دا چي گورو؛ د عائشې رضي الله عنها د عقد او نكاح په اړه د قريشو هيچا؛ نه دوست او نه دښمن؛ هيڅ اعتراض او نيوكه نه ده كړې؛ دا ښيي چي دا نكاح په پاخه عمر كي او د قريشو له عام دود سره سم تر سره شوې. 

دا هم بايد په پام كي ولرو چي خوله د دې لپاره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د واده سپارښتنه كوله چي د ده د دوو وړو لوڼو پالنه وكړي؛ څنگه ومنو چي همدا خوله به يوه بله وړه نجلۍ د رسول الله صلى الله عليه و سلم لپاره غوره كوي؟! 

له روايت معلومېږي چي خوله له سودې بنت زمعه سره هم خبره كړې وه او هغې موافقه كړې وه؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم ځكه له هغې سره واده كړى چي مشره كونډه وه او د ده لوڼي ئې پاللى شوى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم له سوده سره درې كاله يوازي او له بل واده پرته تېر كړي؛ يعني رسول الله صلى الله عليه و سلم تر نژدې 55 كلنۍ پوري؛ 25 كلونه له خديجې رضي الله عنها سره او درې كلونه له سوده رضي الله عنها سره يوازي تېر كړي؛ او د خپل مبارك عمر په پاته اته كلونو كي ئې تر يوې زياتي مېرمني درلودې؛ په دوى كي يوازي عائشه ئې پيغله وه؛ نوري ټولي كونډي او ځيني ئې عمر خوړلې او د اولاد خاوندي؛ د دې معنى دا ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د تعدد ازواج فلسفه او موخه اجتماعي مصلحتونه او حكمتونه وو؛ نه جنسي عوامل؛ د ام سلمه رضي الله عنها نكاح ئې يو مثال دئ: 

ام سلمه رضى الله عنها چي 6 اولادونه ئې درلودل، مېړہ ئې د احد په جگړي كي زخمي شو، د بلي جگړي په دوران كي د ده زوړ پرهر وشلېدو او له همدې وفات شو، پيغمير عليه السلام د ده په مړيني هومره خواشينى شو چي اوښكي ئې توى شوې، د ده له مړيني څه باندي 4 مياشتي وروسته ئې؛ ام سلمې ته څوك د خطبې لپاره ولېږو، هغې خپل عذر داسي وړاندي كړ: زه عمر خوړلې يم، ډېر اولادونه لرم، نه غواړم ستا د اذيت باعث شم. خو پيغمبر عليه السلام غوښتل په دې نكاح سره مسلمانانو ته د خپلو ديني وروڼو په نسبت د وفا او د كونډو او يتيمانو د پالني او روزني؛ نه هېرېدونكې اسوه وړاندي كړي. ام سلمې ته ئې قناعت وركړ او دا نكاح ترسره شوه.

اساساً په اسلام كي د تعدد ازواج فلسفه همدا ده؛ هدف ئې د يتيمانو او كونډو د ستونزي عادلانه او انساني حل دئ؛ نه د چا د جنسي شوق پوره كول، متأسفانه ځينو د عدالت د تأمين له دې جواز هم داسي څه جوړ كړي چي اسلام تر سختو پوښتنو لاندي راولي؛ که مخالفين وگوري چي وزيران، واليان، قومندانان، شيخان، مفتيان، امامان، قاچاقچيان، د زمكو او كانونو غاصبان او د نظام نور مشران او واکمنان... څلور څلور ښځي کوي، هري يوې ته بېله بېله بنگله جوړوي، په ودونو او مېلمستياوو كي بې دريغه او له اسراف او تبذير ډك مصارف كوي، په ودونو كي حكومتي زره لينډكروزري او حتى هيليكوپتري كاروي؛ خو بل لوري ته كونډي لا د خپل ميراث او مهر تر لاسه كولو او د خپلي خوښي مېړه له غوره كولو محرومي دي، د ملت 70-80 سلنه لا د فقر تر كرښي لاندي او له سختو مالي كړاوونو سره مخ دي؛ ... نو دښمنان به دا ټول اسلام ته منسوبوي او په دې سره به غواړي خپله هغه ستره ستونزه پاى ته ورسوي چي د اسلامي امت له ويښتابه او د اسلامي نهضت له سريع پراخېدا ورته راولاړه شوې، د مسلمانانو په لاس د شوروي ماتي او زوال او ورپسې د امريكا تر مشرۍ لاندي د ناټو ماتي د امت او نړۍ ځوان نسل اسلام ته متمايل كړى؛ د دې خوځښت د مخنيوي تر ټولو آسانه او كم مصرفه لار دا گڼي چي د اسلام په نامه داسي ډله د اقتدار پر كرسۍ كښېنوي چي د اسلام د بدنامولو باعث شي.  

د عائشې رضي الله عنها خلاف د تورونو او تبليغاتو وجوهات 

په حقيقت كي د عائشې رضي الله عنها لوړ شخصيت او د دعوت په چارو كي د هغې ځلانده او بې سارې ونډه؛ د دې باعث شوې چي تر نن پوري كورني او بهرني دښمنان د هغې په ضد زهرجن او دروغجن تبليغات وكړي. 

له عائشې رضي الله عنها تر 2210 زيات حديثونه روايت شوي؛ چي 316 ئې په بخاري او مسلم كي راغلي؛ د بخاري د ټولو اصلي رواياتو شمېر هم نژدې 2225 دئ. ونډه ئې د ديني احكامو او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د احاديثو په انتقال او تبليغ كي دومره ستره وه چي حاكم په خپل كتاب المستدرك كي ويلي:«إنَّ رُبْعَ أَحْكَامَ الشَّرِيعَةِ نُقِلَت عَن السَّيِّدَة عَائِشَة: د شرعي احاكمو څلورمه برخه له عائشې نقل شوې»؛ مشرانو صحابه وو به د هغو قضاياوو په اړه له دې پوښتنه كوله چي له مشكل سره به مخامخ شول؛ أبو موسى أشعري وايي: «مَا أُشكلَ عَلَيْنَا أَصْحَاب رَسُوْلِ الله صلى الله عليه و سلم حَدِيثٌ قَطُّ فَسَأَلْنَا عَائِشَةَ؛ إلَّا وَجَدْنَا عِنْدَهَا مِنْهُ عِلْمًا: پر موږ اصحابو؛ د هيڅ حديث فهم ستونزمن شوى نه دئ؛ چي له كبله مو له عائشې پوښتنه كړې او له دې سره مو د هغه علم موندلى». او د فصاحت او بلاغت له پلوه داسي وه چي أحنف بن قيس وايي: 

«سَمِعْتُ خُطْبَةَ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ ، وَعُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، وَعُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ، وَعَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُم وَالْخُلَفَاءِ هَلُمَّ جَرًا إِلَى يَوْمِي هَذَا، فَمَا سَمِعْتُ الْكَلامَ مِنْ فَمِ مَخْلُوقٍ، أَفْخَمَ، وَلا أَحْسَنَ مِنْهُ مِنْ فِي عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: 

د ابوبكر صديق، عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ، عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ، عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رضي الله عنهم او تر نن پوري مي د نورو خُلَفَاءو ويناوي اورېدلې؛ خو د هيڅ مخلوق له خولې مي د عائشې تر وينا زياته درنه او غوره وينا نه ده اورېدلې». احنف بن قيس د درايت او فهم له پلوه دومره ستر تابعي وو چي په خپل دور كي نوميالى او مثالي شخصيت گڼل كېدو. 

دې ته بايد متوجه وو چي فصاحت او بلاغت هغه الهي نعمت دئ چي الله تعالى ئې له علم، درايت، فِراست، اخلاص او صدق سره يو ځاى؛ خپل بنده ته ورپه برخه كوي.

له عائشې سره دښمني؛ د هغې په ضد تورونه او ناروا تبليغات؛ د دې د ستر مقام او منزلت له كبله وو. دښمنان؛ كه كورني وو او كه بهرني؛ پوهېدل چي كه دا ستر او لوړ څلى وران كړي نو د اسلام كلا پرې ورانېږي. له عائشې رضي الله عنها سره هم د عراق او كوفې د واكمنو پلويانو جدي مخالفت درلود او هم د شام د واكمنو پلويانو؛ هغه نه د معاويه له امارت سره موافقه وه او نه د يزيد؛ له علي رضي الله عنه سره ئې اختلاف په دې كي وو چي ولي ئې د عثمان رضي الله عنه قاتلان محاكمه او مجازات نه كړل او ولي له هغوى سره كوفې ته ولاړ؛ او له امويانو سره ئې اختلاف پر دې وو چي امارت ئې د څلورو خلفاءو په څېر د مسلمانانو په خوښه او د هغوى د بيعت په نتيجه كي نه وو رامنځته شوى او له خلافت ئې موروثي ملوكيت جوړ كړ. 

دعاء كوو چي الله تعالى هغه ورځ راولي چي اسلامي امت د رواياتو داسي واحد او متفق عليه كتاب ولري چي ټول روايات ئې هم د محتوى او متن له پلوه او هم د إسنادو له پلوه صحيح وي او د قرآن له لارښوونو سره موافق؛ همداسي لكه چي نن يو مصحف لرو؛ په يوه لفظ كي ئې هم په خپلو كي اختلاف نه لرو؛ خو دا كار يوازي هغه مهال ممكن دئ چي د امت قيادت د مؤمن، اسلام ته ژمن، په دين پوه، صادق او مخلص زعيم لاس كي وي؛ يقيناً چي امت د عثمان رضي الله عنه په څېر زعيم ته ضرورت لري؛ چي د حديث په اړه همغه كار وكړي چي ده د مصحف په اړه وكړ. د هغي ورځي رارسېدو په هيله.  

وَٱلسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلۡهُدَىٰٓ