بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

د نورستان ولایت مرکز پارون کي چي د ویجاړوونکو سېلابونو له امله زموږ گڼ شمېر هېوادوال شهیدان، ټپیان او لادرکه شوي دي؛ د نورستان له ولس سره په دې ستر غم کي شریک يو، د شهیدانو درنو کورنیو ته تسلیت وړاندي کوو، ټپیانو ته د عاجلي شفا دعاء کوو.  

پر خيرو شتمنو افغانانو، مرستندویه ادارو او مسئولو بنسټونو غږ کوم چي اغېزمنو سیمو ته بېړنۍ مرستي، درمل او خوراکي توکي ورسوي او چارواكي د دا راز دردوونكو پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدابير ونيسي. د غرنيو سيمو له اوسېدونكو هېوادوالو هیله کوم چي د سیندونو پر غاړو او هغو برخو كي د ودانيو له جوړولو ډډه وکړي چي د سېلابونو له احتمالي خطر سره مخ وي. د نورستان د شنو ځنګلونو ساتنه هم د سېلابونو په مخنيوي کي مهمه ونډه لري؛ د ونو ساتنه او د ناسم او غير مسئولانه وهلو مخنیوی د ټولو ګډ مسؤلیت دئ.

الله تعالی دي پر شهیدانو رحم وکړي، ټپیانو ته عاجله او بشپړه شفا او اغېزمنو کورنیو ته صبر او اجر ورپه برخه کړي.


حکمتیار