بسم الله الرحمن الرحيم
إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د حكمتيار له لوري د مرحوم انجنیر صاحب قطب الدين هلال درني او مجاهدي کورنۍ ته!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته وبعد:
د ځان له لوري او د حزب اسلامي د ټولو غړو په استازیتوب تاسو افغان ولس او د اسلام پر درد ټولو دردمنو ته د حزب اسلامي د نوميالي غړي د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ او په خپلواك او آزاد افغانستان کي د يوه واقعي اسلامي نظام د قائمولو په لار کي هود من مبارز مرحوم انجنير صاحب هلال د وفات په مناسبت تعزیت او تسلیت وړاندي کوم دعاء كوم چي الله تعالى خپل وسیع رحمت پراخي پېرزويني او مغفرت د هغه په برخه کړي د حشر په ورځ ئې د مجاهدينو غازيانو او شهیدانو په صف کي را پاڅوي، د ده او ټولو هغو مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي آرمانونه تر سره کړي چي په اخلاص او صداقت سره ئې د اسلام د بري او د واقعي اسلامي نظام د قائمېدو لپاره اوږده او له آزموینو ډکه مبارزه او جهاد کړی؛ هیله ده افغان ولس هغه ځلانده ورځ ډېر ژر په خپلو سترگو وگوري چي هېواد مو په واقعي معنى آزاد او خپلواك وي او د افغان مؤمن ملت د خوښي اسلامي حکومت په کي حاکم وي. آمين
په احترام حکمتیار
۳ / سرطان / ۱۴۰۵
تبصرې —
تبصرې د څارونکي د تایید وروسته ښکاره کیږي. د تبصرې سمول یې بیا د تایید لپاره راګرځوي.
د بحث کې د ګډون لپاره ننوځئ.
ننوتلستاسو په تمه ګمارنې