د ماشومي نجلۍ نكاح او د يوه آيت ناسم تعبير

ځيني د الطلاق سورې په څلورم آيت؛ په غير موجه او ناسمه توگه استناد كوي او د آيت دغه فقره (وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) داسي تعبيروي چي گواكي مراد ئې نابالغي نجوني دي؛ او گواكي د هغوى نكاح جائزه ده؛ آيت داسي دئ: 

وَٱلَّٰٓـِٔي يَئِسۡنَ مِنَ ٱلۡمَحِيضِ مِن نِّسَآئِكُمۡ إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَٰثَةُ أَشۡهُرٖ وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ وَأُوْلَٰتُ ٱلۡأَحۡمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعۡنَ حَمۡلَهُنَّۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مِنۡ أَمۡرِهِۦ يُسۡرٗا ٤   الطلاق

او ستاسي هغه مېرمني چي له حيض ناهيلې شوې دي كه شكمن شوئ نو عدت ئې درې مياشتي دئ او د هغو هم چي حيض ئې ودرېدلى؛ او د حامله مېرمنو نېټه دا ده چي خپل حمل وزېږوي؛ او څوك چي له الله ووېرېږي هغه ته به په خپل كار كي آسانى وگرځوي،

د دې آيت په اړه بايد څو مهمي خبري هم په پام كي ولرو:

·      هر لومړنى جنسي مباشرت په مېرمني كي د ډېرو هورموني تغييراتو باعث كېږي؛ د دې لپاره چي د هغې بدن او د جنسي چارو اړوند غړي له دغه نوي تحول سره ځان عيار كړي؛ دا يوه ډېره پېچلې عمليه او دروند كار دئ؛ په ويني كي خاص هورمونونه تولېدېږي او په رحم كي د نوې نطفې د روغ او سالم ساتلو لپاره لازم تيارى او چمتو والى نيول كېږي؛ خو كه دا عمليه بريالۍ او موفقه نه وه او د بچي نطفه رامنځته نشوه؛ نو د مېرمن په بدن او رحم كي چي شاوخوا يوه مياشت كوم تيارى نيول شوى وو؛ او ډېر تغييرات راغلي وو دا به له منځه ځي او عادي حالت ته به ستنېږي؛ حيض د همدې تصفيې او تعديل رامنځته كولو يوه عمليه ده. 

·      كله چي د دې مېرمني مېړه يا وفات شي يا طلاق رامنځته شي نو بدن له مخكيني حالت د وتلو او نورمال او عادي حالت ته د ستنېدو لپاره كافي وخت ته ضرورت لري؛ دې وخت ته قرآن د عدة نوم وركړى.

په دې آيت كي د هغو مېرمنو د عدت په اړه بحث شوى چي 1- له حيض مأيوسه شوې؛ خو په ناڅاپي توگه ئې داسي څه ليدلي چي شكمني شوې دي؛ مثلاً د كومي بيمارۍ يا كوم بل عامل له كبله ئې داسي وينه ليدلې چي د حيض گمان ئې پرې كړى؛ 2- هغه مېرمني چي د حيض لړۍ ئې پاى ته رسېدلې؛ د دوى دواړو عدت درې مياشتي ټاكل شوى؛ 3- هغه مېرمني چي حامله (بلاربي او اميندواري) وي؛ د هغوى عدت د اولاد تر زېږون پوري دئ.

د آيت له الفاظو او تركيب او ترتيب ئې په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي دا درې واړه مېرمني (ٱلَّٰٓـِٔي يَئِسۡنَ مِنَ ٱلۡمَحِيضِ)، (ٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) او (أُوْلَٰتُ ٱلۡأَحۡمَالِ)؛ هغه مېرمني دي چي حيض ئې وو خو بند شوى؛ د (ٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) داسي تعبير او تفسير راايستل چي گواكي مراد ئې هغه نجوني دي چي پېغلتوب ته نه وي رسېدلې؛ د حيرت وړ جسارت دئ؛ مگر قرآن دومره مبهم دئ؟ چي د ماشومي نجلۍ د نكاح جواز به د هغې د عدت د حكم له مخي معلوموو؟ د مېرمنو د عدت لپاره اصلاً درې حيضه ټاكل شوي؛ درې مياشتي د هغو لپاره ټاكل شوې چي حيض ئې متوقف شوى؛ ماشومي نجلۍ په دې ضمن كي نه شي شاملېدى؛ او دلته د (ٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) معنى قطعاً وړې نجوني نه دي؛ قرآن فرمايي:  

وَٱلۡمُطَلَّقَٰتُ يَتَرَبَّصۡنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَٰثَةَ قُرُوٓءٖۚ .... ٢٢٨   البقرة

او طلاقي شوې ښځي دي د ځان په اړه تر درې واري حيض انتظار وكړي...

له دې آيت په ډاگه معلومېږي چي د عدت اصلي موده درې قروء (حيضه) ده او درې مياشتي د هغو لپاره ده چې حيض ئې متوقف شوى.

څوك چي غواړي د ماشومانو د نكاح جواز ثابت كړي نو هغه ته په كار ده چي د قرآن په كوم صريح او څرگند آيت استناد وكړي؛ داسي نه چي په قرآن كي هيڅ داسي آيت نه مومي نو كله په ضعيفو رواياتو استناد كوي او كله هڅه كوي په بلي مشخصي موضوع پوري مربوط آيت؛ په تكلف سره د خپل غرض لپاره غلط تعبير كړي.

حقيقت دا دئ چي په دې آيت كي د عدت په اړه لاندي لارښووني شوې:

·      ستاسي هغه مېرمني چي له حيض ناهيلي شوې دي كه شكمن شوئ نو عدت ئې درې مياشتي دئ. دلته څو خبري بايد په پام كي ونيول شي: 1- له (وَٱلَّٰٓـِٔي يَئِسۡنَ مِنَ ٱلۡمَحِيضِ مِن نِّسَآئِكُمۡ) هغه مېرمني مراد دي چي د زړښت له كبله له حيض ناهيلي شوې، دا ځكه چي قرآن په بل ځاى كي دا الفاظ د همداسي مېرمنو لپاره كارولي، يعني د دوى عدت د درې حيضونو پر ځاى درې مياشتي حساب كړئ، 2- د (إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَٰثَةُ أَشۡهُرٖ) په اړه ځينو مفسرينو ويلي چي معنى ئې د اړوند حكم په ارتباط شك دئ، يعني كه شكمن شوئ چي حكم به ئې څه وي نو پوه شئ چي حكم ئې دا دئ، په داسي حال كي چي د حكم په اړه شكمن كېدل قطعاً وارد او مناسب تعبير نه دئ؛ ځينو نورو ويلي چي معنى ئې دا ده: كه شكمن شوئ او داسي وينه تر سترگو شوه چي نه پوهېږئ د حيض له كبله ده او كه د كومي بيمارۍ له كبله نو عدت ئې درې مياشتي دئ، داسي وينه انسان په شك كي اچوي چي دوى د عمر هغه حد ته رسېدلې كه نه چي د حامله كېدو او زېږون امكان له منځه ځي، او حيض متوقف كېږي؛ د آيت له فحوى په څرگنده توگه معلومېږي چي د دوهمي ډلي مفسرينو رأيه دقيقه ده، دا ځكه چي له يوې خوا د بحث موضوع هغه مېرمني دي چي 1- يا له حيض مأيوسه شوې خو شكمني دي او 2- يا هغه چي په بشپړ او يقيني توگه پوهېدلې چي نور د حيض له پړاو تېري شوې؛ د دوى دواړو عدت درې مياشتي دئ؛ كه څه هم په دې اړه ځينو مفسرينو د آيت له دې فقرې (وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ) دا تعبير وړاندي كړى چي گواكي مراد ئې هغه مېرمني دي چي لا د حيض سن (بلوغ) ته نه دي رسېدلې؛ نو د هغوى عدت هم درې مياشتي دئ؛ همغسي لكه چي د هغو مېرمنو هم درې مياشتي دئ چي حيض ئې ځنډېدلى او شكمني دي؛ د همدې ناسم تعبير په استناد له داسي نجونو سره نكاح جائز گڼي چي لا پېغلتوب ته نه وي رسېدلې، خو نور مفسرين وايي: مراد ئې د حيض په اړه دوه ډوله مېرمني دي: لومړى هغه چي د كوم خاص عامل له كبله د هغوى په مياشتني حيض كي كوم خلل رامنځته شوى او شك ورته پيدا شوى چي دا موقتي خلل دئ كه د حيض دائمي توقف؛ او بله هغه چي حيض ئې په يقيني او دائمي توگه متوقف شوى؛ د دواړو عدت سره ورته او درې مياشتي دئ او د حامله مېرمنو عدت دا دئ چي خپل حمل وزېږوي.

·      دې پوښتني ته هم بايد ځواب وړاندي كړو چي مېرمني ولي په دې مكلفي شوې چي تر بل ازدواج وړاندي به د طلاق په صورت كي درې حيضونه او د مېړه د وفات په صورت كي به څلور مياشتي او لس ورځي انتظار كوي؟

ځواب دا دئ: الله تعالى انسان ته داسي حساس بدن، د بدن ځانگړى جوړښت او فعال او ځيرك مغز وركړى چي كه هر اجنبي شى؛ له هري لاري؛ خولې، پزي، پوستكي، غوږ، سترگي او نورو لارو د انسان بدن ته ننوځي نو ژر او له ځنډ پرته فوراً مناسب او ضروري غبرگون ښي؛ كه مضر وي چاره ئې كوي، كه ميكروب، بكټريا او ويروس وي مقابله ئې كوي، لومړى ئې د پېژندو هڅه كوي، بيا هغه دواء تشخيصوي او توليدوي چي دا دښمن له منځه وړى شي، په شپږو مياشتو كي د بدن ټول حجرات بدلوي چي شمېر ئې په ملياردونو دئ؛ د زړو په عوض نوي راپيدا كوي؛ نوې ژوندۍ نطفې جوړوي؛ او دا هغه كار دئ چي د نړۍ ټول ډاكټران؛ له خپلو ټولو وسائلو او تجهيزاتو سره ئې نه شي كولى؛ نه ژوندۍ حجره جوړولى شي او نه ژوندۍ نطفه؛ د ويروس ضد اغېزمني دواء له جوړولو هم عاجز دي؛ اغېزمنه چاره ئې واكسين ده چي هغه هم د انسان په بدن كي د سپينو كروياتو تحريكولو له لاري د ويروس ضد دواء جوړول دي؛ نه په لابراتوار كي د دواء جوړول. نن په 21 پېړۍ كي د نړۍ هيڅ مخكي تللى كمپيوټر نه شي كولى د انسان د مغز سلمه برخه كارونه وكړى شي.

·      اوس او په 21 پېړۍ كي له ساينسي او علمي پلوه دا حقيقت څرگند شوى چي له لومړي جنسي مباشرت سره سم؛ د مېرمني په بدن كي داسي خاص تغييرات رامنځته كېږي او خاص هورمونونه راپيدا كېږي چي د مېرمني رحم او وجود ئې د دې نوي جنسي تعلق او نوې نطفې لپاره عيار كړي؛ دا تغييرات او نوي هورمونونه د همدغو دوو؛ مېرمن او مېړه په مباشرت پوري مربوط او مختص دي؛ كه د دوى تر منځ بېلتون رامنځته شي؛ نو مېرمن مخكيني طبيعي حالت ته د ستنېدو او د دغو تغييراتو او هورمونو د ازالې لپاره لږ تر لږه؛ دريو حيضونو ته ضرورت لري؛ كه تر دې مودې وړاندي له بل كس سره جنسي مباشرت وكړي؛ او په نتيجه كي ئې د هغې بدن كي نوي او له بل جنسي مباشرت راټوكېدلي هورمونونه راپيدا شي؛ دا د مېرمني بدن كي د هورمونونو د عدم تعادل او تعارض باعث كېږي او دې او اولاد ته ئې بدي پايلي لري. اوس په لابراتوار كي د دې امكان شته چي معلومه شي؛ تر معايناتو لاندي يوې مېرمني؛ له يوه تن سره جنسي مباشرت كړى كه له دوو او زياتو سره. له اړوند هورمونونو او د دوى تر منځ له توپيرونو په دې اسرارو پوهېدى شو. نو د اسلامي لارښوونو له مخي د كونډو او طلاق شوو مېرمنو لپاره عدت يوازي د دې لپاره نه دئ چي معلومه شي له مخكيني مېړه په خپل رحم كي څه لري كه نه؛ بلكي طبيعي حالت ته د ستنېدو او د نوې جنسي رابطې لپاره د چمتو كېدو په موخه؛ عدت ورته ټاكل شوى.