بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
د 1405 ه ش كال د لوى اختر په مناسبت پيغام
اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
وَلَوۡ أَنَّ أَهۡلَ ٱلۡقُرَىٰٓ ءَامَنُواْ وَٱتَّقَوۡاْ لَفَتَحۡنَا عَلَيۡهِم بَرَكَٰتٖ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ وَلَٰكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذۡنَٰهُم بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ٩٦ الأعراف صَدَقَ اللَّهُ الْعَظِيمُ
وروڼو خويندو! گرانو هېوادوالو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت طاعات، عبادات، د اسلام او آزادۍ په لار كي د دوى جهادونهاو قربانۍ قبول او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو، فقر، مفسدو حكامو، استبدادي حكومتونو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې د تل لپاره وژغوري، زموږمؤمن ملت ته عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو آرمانونه ترسره كړي. د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو ته چي جگړو، ناامنيو او د استعمار او استبداد سلطې او سيطرې سخت كړولي دي؛ بريا او سرلوړي غواړو او د إسلامي امت د تېر مجد او عظمت د اعادې دعاء كوو.
موږ د لوى اختر په لمانځلو سره د ابراهيم عليه السلام د دعوت، جهاد، هجرت او قربانيو ياد تازه كوو او هر كال شاوخوا دوه مليون حاجيان د نړۍ له گوټ گوټ هغي مكې ته درومي، د حج مناسك تر سره كوي او د الله تعالى د هغه كور طوافونه كوي چي د ده په امر او د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاسونو جوړ شوى؛ د كعبې او د حج د مناسكو بنسټ د هغه ابراهيم عليه السلام په لاس ايښودل شوى چي هم ئې له خپل كافر او مشرك بت لمانځونكي پلار برائت اعلان كړى او هم د خپل زوى قرباني كولو ته چمتو شوى وو؛ او د كعبې په جوړولو كي د ده هغه زوى ملگرتيا ورسره كړې چي د ذبح كېدو لپاره تيار شوى؛ يعنى شهيد پال پلار او شهادت ته چمتو زوى؛ د كعبي له جوړولو وروسته ئې د اسلامي امت لپاره الله تعالى ته دا دعاء كړې وه: اې زما ربه! مكه يو خوندي ښاروگرځوه او هغو اوسېدونكو ته ئې له مېوو روزي وركړه چي پر الله او آخرت ئې ايمان راوړى او د خلكو زړونه ورته رامات كړه؛ الله د هغه دعاء قبوله كړه، د كعبې له بركته ئې مكه د امن ښار كړ؛ دا دئ نن او د ابراهيم عليه السلام له رحلت نږدې څلور زره كاله وروسته هم؛ د نړۍ له گوټ گوټ نژدې دوه مليون مؤمنان د همغه كور د طواف لپاره مكې ته تللي چي د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاس جوړ شوى!! زموږ مهربان ربه! نن موږ هم د خپل ستر جد همغه دعاء ستا په وړاندي تكراروو او د اجابت طمع لرو؛ افغانان په يوې پېړۍ كي د دريو زبرځواكونو تر بريد لاندي راغلل؛ تا په خپل فضل او كرم؛ د دريو واړو په وړاندي هغوى ته بريا وركړه؛ مهربانه ربه! نن موږ ته دا سعادت راپه برخه كړې چي سرلوړى، له جنگونو فارغ او اسلامي افغانستان جوړ كړو؛ په دې هېواد كي چي د شهيدانو په وينو سور شوى؛ او د ولس ډېرو كورنيو تر يوه زيات شهيدان وركړي؛ ستا دين او هغه نظام قائم كړو چي په تېرو څوارلسو پېړيو كي ئې مظلوم اسلامي امت په انتظار كي دئ.
وروڼو خويندو!
إبراهيم عليه السلام؛ إسلامي امت ته؛ له خپل رب؛ د دوو الهي نعمتونو غوښتنه وكړه: امن او پراخ رزق؛ الله تعالى ئې دعاء قبوله كړه خو له يوې استثناء سره او هغه دا چي امنيت به يوازي د مؤمنانو په برخه كوي خو كافر ته هم رزق وركوي؛ يعني چي امنيت له ايمان سره تړلى دئ؛ واقعي امنيت به يوازي د هغو په برخه كېږي چي ايمان لري؛ هغه چي ايمان او غوښتنو ته ئې تمكين او التزام لري؛ يعني د قرآن له نظره؛ امن او پراخ رزق؛ دوه ستر الهي نعمتونه دي؛ دواړه يو په بل پسې او هممهاله راځي؛ همدا راز ناامني او فقر دوه ستر نقمتونه او عذابونه دي؛ يو له بل سره تړلي؛ چېري چي د ايمان له مقتضياتو تېرى وشي، د الله تعالى كتاب هېر كړى شي، نظام غير اسلامي او د الهي لارښوونو خلاف وي او حكام اسلام ته ژمن نه وي، هلته ته به حتماً ناامني خوره وي او د جگړواورونه به بلېږي؛ او په څنگ كي به ئې هلته هرو مرو فقر هم خپل تور وزر پر ټولنيغوړوي؛ خو هلته چي ايمان او تقوى وي نو امن به وي او د آسمان او زمكي د پراخ رزق دروازې به د خلكو پر مخ پرانستل كېږي. ايمان په امن او د رزق او روزي په وفرت او پراخي منتج كېږي او بې ايماني؛ ناامني او فقر رامنځته كوي.
چېري چي فقر او ناامني وي، اقتدار د هغو مفسدينو او ظالمانو په لاس كي وي چي نه د خلكو سر او مال د دوى له تېري خوندي وي او نه عزت، آزادي او انساني حقوق؛ د دې ټولني په اړه كه څوك سل ځله او د كلكو قسمونو په مټ ادعاء وكړي چي دلته اسلامي نظام راغلى؛ ستر او كركجن دروغ ئې ويلي؛ او د الله تعالى وينا او وعده ئې تكذيب كړې؛ امن يوازي د جنگ نشتوالي ته نه وايي؛ واقعي امن هغه حالت ته وايي چي انسان له هر راز خوف او وېري خوندي وي؛ پر خپل سر، عزت، مال، معنوي ارزښتونو او آزادي؛ د هيچا له تېري او تعرض وېره ونه لري او له الله تعالى پرته ئې بل چا ته نه سر ټيټ وي او نه د احتياج لاس اوږد. خدايه! موږ دغسي نظام او دغسي امن غواړو؛ إن شاء الله د افغان ولس او اسلامي امت دا آرمان به تر سره كېږي؛ همغسي لكه چي د افغانانو نور ستر ستر آرمانونه تر سره شول؛ د دريو بدمستو او مغرورو زبرځواكونو ماته او زوال ئې په خپلو سترگو وليد.
وروڼو خويندو! له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:
واقعي سولي او ثبات ته د رسېدو او د روان بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزمن داخلي لوري په صادقانه توگه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو أساسي خبرو توافق وكړي:
فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِۦٓ أَنجَيۡنَا ٱلَّذِينَ يَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلسُّوٓءِ وَأَخَذۡنَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابِۭ بَـِٔيسِۭ بِمَا كَانُواْ يَفۡسُقُونَ١٦٥ الأعراف
يعني كله چي د ټولني اكثريت دين ته شا كړې، الله تعالى هغه خلك ژغورلي چي له بدو كړنو ئې مخنيوى كاوو او نور چي ظالمان وو يا د ظلم خلاف ساكت وو؛ د دې لپاره ئې په بد عذاب اخته كړي چي فسق ئې كاوو.
دا لارښووني موږ ته وايي: دين زموږ د وحدت او يووالي ضامن دئ او له دين د انحراف په نتيجه كي له بدو پايلو، شديد اختلاف او له داخلي جگړو سره مخامخ كېږو؛ داسي چي وطن به راته د اور كنده شي؛ نو په كار ده چي موږ ټول په گډه داسي يوه ډله وو چي كار ئې د خير په لوري بلنه، په معروف او غوره كارونو گمارنه او له كركجنو او منكرو كارونو مخنيوى وي؛ فلاح او بريا به د دغسي ډلي او امت په برخه كېږي.
دې ته مو پام وي چي دلته د امر بالمعروف او نهي عن المنكر صيغې كارول شوې؛ نه د انتقاد او اعتراض صيغې؛ يعني دا يوازي انتقاد او اعتراض نه دئ، بلكي عملاً د نارواوو مخنيوى او د ظالم او مفسد مخي ته ودرېدل او له ظلم او فساد ئې مخنيوى دئ او د حقپالو مرسته او ملگرتيا ده.
د معروف لغوي معنى پېژندل شوى ده، يعني هغه څه چي سالم الفطرت انسان ورته په ښه سترگه گوري، ورته آشنا برېښي او له خپل فطرت سره ئې همغږى، وړ او مناسب گڼي، د دين ټول احكام همداسي دي. او د منكر لغوي معنى پردى يا كركجن ده، هغه څه چي د سالم فطرت خاوند ترې كركه لري، ورته ناآشنا برېښي او د خپلو فطري غوښتنو مغاير ئې گڼي؛ د دين ټول منهيات همداسي دي.
په آيت كي له (منكم امة) ټول امت مراد دئ نه په امت كي يوه برخه او يوه خاصه ډله، دا د امت د فرد فرد؛ نارينه او ښځينه؛ وظيفه ده. په وروستي آيت كي هم خطاب ټولو ته متوجه دئ او د همدې سورې په110 آيت كي هم ويل شوي چي تاسو ټول غوره امت ياست، چي په معروف امر كوئ او له منكر مخنيوى كوئ. له دې دواړو هم معلومېږي چي له (ولتكن منكم امة) مراد ټول امت دئ. په دې اړه د احاديثو له سختو تأكيداتو هم دغه خبره معلومېږي:
له دې لارښوونو معلومېږي چي د امر بالمعروف او نهى عن المنكر په مهمي وجيبې كياهمال او غفلت په اختلاف منتج كېږي، كه مسلمانانو دا دنده تر سره نه كړه، د ظالمانو، مفسدينو او بدكارانو مخنيوى ئې ونه كړ، د ظلم پاى ته رسولو او د عدالت د تأمين لپاره ئې ملا ونه تړله، د فساد مقابله ئې ونكړه، د نېكانو او صالحينو په څنگ كي ونه درېدل، د حق پالونكو ملگرتيا ئې ونكړه، ښېگڼو ته د ودي وركولو په لار كي ئې خپل وخت او وس ونه كارولو؛ نو په پايله كي به ئې د خلكو تر منځ وحدت او يووالى له منځه ځي، ټولنه به متفرق كېږي، په خلكو كي به ډول ډول اختلافات راولاړېږي، د الله عذاب به پر ټولوراپرېوځي؛ او د قيامت په ورځ خو به حالت داسي وي چي ځيني مخونه به سپين وي او ځيني تور، تور مخي به هغه وي چي يا په خپله په گناه ككړ وو او يا ئې د دغو ككړو ملگرتيا كړې وه او د دوى له گناه ئې كركه نه درلوده او مخنيوى ئې نه كاوو، دوى ته به ويل كېږي: آيا له خپل ايمان وروسته كافر شوئ؟ نو دا عذاب د دې لپاره وڅكئ چي كافر كېدئ.
خو هغه چي مخونه به ئې سپين وي، له گناه ئې ډډه كړې وي، د صالحينو او نېكانو ملگرتيا ئې كړې وي، له مفسدينو او بدكارانو لري پاته شوي وي او د دوى مخنيوى ئې كړى وي؛ دوى به د تل لپاره د الله په رحمت كي وي.
يعني ستاسو د غوره والي څو اسباب دي: امر بالمعروف، نهي عن المنكر او پر الله ايمان؛ كه دا ځانگړتياوي او خصوصيات مو له لاسه وركړل، نو له دې لوړ او اوچت مقام راپرېوځئ او پر نورو خپل امتياز له لاسه وركوئ، بيا به تاسو د مخكينيو اهل كتاب په څېر او د دوى په تور برخليك اخته شئ.
دلته د مؤمنانو مواصفات او ځانگړتياوي ښودل شوې چي په دې سره نه يوازي مخلص او واقعي مؤمنان پېژندى شو بلكي د دوى او منافقينو تر منځ ژور توپيرونه هم پېژندى شو؛د باايمانه نارينه او باايمانه ښځي ځانگړيتاوي دا دي:
دا او دې ته ورته آيتونه موږ ته لارښوونه كوي چي امر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټول امت د فرد فرد؛ نارينه او ښځينه؛ دنده او فريضه ده؛ هيڅوك دا حق نه لري چي دا الهي فريضه تعطيل، تعليق يا تحريم كړي، تر سركاري ادارو او مأمورينو پوري ئې محدوده كړي او د حقپالو دعوتگرانو د ساكتولو او د منبر د مهارولو وسيله او مجوز ترې جوړ كړي. څوك چي د حقپالو د خولو تړلو هڅه كوي او څوك چي د داسي ناروا هڅو ملاتړ كوي د قرآن د هغو لارښونو بد مصداق دئ چي وايي: څوك چي په ما انزل الله حكم ونه كړي؛ كافر، ظالم او فاسق دئ:
.... وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ٤٤ .... وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ٤٥ .... وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ٤٧ المائدة
كه دوى داسي وي نو هغه به څنگه وي چي عَمَدًا او عَمَلًا د الله، د هغه د رسول، د قرآن څرگندو او مكررو آيتونو او د صحيح حديث خلاف حكم كوي؟! او وايي: څوك چي د واكمنو خلاف تبليغات وكړي؛ هغه باغي دئ او د كلكي سزا لپاره به نظامي محكمې ته وړاندي كېږي؟!
حكمتيار